<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2007-07-07 18:23:10    
موږ او اورېدونكي

cri

عمران – قدرمنو اورېدونكيو سلامونه او نېكې هيلې مې ومنئ! له لوى خداى غواړم روغتيا او نېكمرغي مو په برخه وي او د ژوند په چارو كې بريالي او نېكمرغه وئ. زه امان الله عمران يم بيا مو هم د موږ او اورېدونكي پروګرام اورېدو ته هركلى كوم، هيله ده تر پايه راسره پاتې شئ!

- د پروګرام په پيل كې په مانسهره كې د پاك افغان كلب يو شمېر ښځينه اورېدونكو ليكونه را اخلم چې رارسېدلي دي. د دوى تر منځ اورېدونكې بي بي سدره په خپل ليك كې د چين نړيوالې راډيو كاركوونكيو ته له سلامونو وروسته ليكي: دا ستاسو پروګرام ته زما لومړى ليك دى او په ډېره مينه او محبت سره يې ليكم. بيا وايي: زه د پاك افغان كلب يوه غړې يم، په سم ډول مې د پښتو ليكل نه دي زده او په ډېره سختۍ سره يې ليكم. پروګرامونه مو، اورېدونكې بي بي سدره زياتوي، ډېر ښه او په زړه پورې دي، او له دوو مياشتو راهيسې يې په منظمه توګه اورم، د چيني ژبې لوست پروګرام پر ما ډېر ښه لګېږي. نوموړې د خپل ليك په پاى كې د مطبوعاتو او پاكټونو ور استولو غوښتنه كوي.

- د پاك افغان كلب يوې بلې غړې بي بي سميراء په خپل ليك كې لومړى د چين نړيوالې راډيو كاركوونكيو ته سلامونه ويلي او بيا يې ليكلي: ستاسې پروګرامونه ډېر ښه او په زړه پورې دي او زه يې په منظمه توګه اورم. اورېدونكې سميراء بيازياتوي: زه يوه پاكستانۍ يم، ستاسې پروګرام ته د لومړي ځل لپاره ليك ليكم، پخوا ستاسو پته راسره نه وه او اوس مې، دا وايي، د خپل كلب له مشرې شمائلې نه ترلاسه كړه. اورېدونكې سميراء هم وايي چې پښتو ليكل يې په سمه توګه نه دي زده او دغه ليك له خپلې ملګرې سره په ګډه ليكي.

- د همدغه پاك افغان كلب يوې بلې غړې اورېدونكې نازيې هم يو ليك را استولى او له سلامونو وروسته يې ليكلي: پروګرامونه مو ډېر ښه او خواږه دي، د خپرونې خبري برخه مې، دا وايي، ډېره خوښېږي او زه يې په شوق سره اورم، ستاسې له ټولو پروګرامونو ډېر معلومات ترلاسه كوم. اورېدونكې نازيه زياتوي: ګرانو ډېره خوشاله يم چې ستاسو لويې راډيو ته ليك ليكم او په ډېر شوق سره يې ليكم. د پروګرامونو تر منځ مې، دا وايي، د موږ او اورېدونكي پرګرام سره زياته مينه ده او هره اونۍ يې اورم.

- د دغه كلب يوه بله غړې صديقه په خپل ليك كې لومړى سلامونه وايي او بيا ليكي: زه د خپل كلب د مشرې شمايلې په لارښوونه ليكونه درلېږم، دا مې لومړى ليك دى چې تاسو ته يې ليكم، خو په راتلونكي كې به، دا زياتوې، زيات درلېږم او دا مې ژمنه ده چې ستاسو سره به قلمي اړيكي ساتم، هيله ده ليكونه مې د راډيو پر څپو خپاره كړئ. د غې اورېدونكې د خپل ليك په پاى كې د پښتو هېندارې، مجلو، رنګارنګ ګولونو او نورو معلوماتي پاڼو ورلېږلو غوښتنه كړې ده.

- دغه راز د پاك افغان كلب مشرې شمايلې سلطان هم چې ځان يې يوه دايمي اورېدونكې بللى يو ليك را استولى او له سلامونو وروسته يې ليكلي: مخكې مې تاسو ته ويلي وو چې يو كلب جوړوم، اوس مې كلب جوړ كړ او پاك افغان مو ونوماوه. زما د كلب د غړيو شمېر درويشت تنو ته رسېدلى چې وروسته به نور هم زيات شي او وروسره به، دا ليكي، زموږ كلب پرمختيا هم وكړي. اورېدونكې شمايله زياتوي: زموږ كلب يوه وړوكې غونډه ترسره كړه چې د خراسان كلب يو شمېر غړيو هم په كې ګډون درلود. نوموړې د خپل ليك په پاى كې د كلب جوړولو په اړه د خپلې ژمنې پوره كولو يادونه كړې او د پاكټونو او مطبوعاتو وراستولو غوښتنه يې هم كړې ده.

- له مانسهرې څخه لطف الله عمري په خپل ليك كې لومړى د چين نړيوالې راډيو ټولو كاركوونكيو ته سلامونه ويلي او بيا يې ليكلي: له ما سره مې ملګري هر يو د لغمان كلب مشر فضل الله عمري، قسيم الله همدرد، لقمان الله عمري، سراج الحق او فدا محمد هم تاسو ته سلامونه وايي. بيا يې د سي آر آى راډيو له كاركوونكيو څخه خوښي څرګنده كړې، ځكه چې، دى وايي، زما ليكونه وار په وار خپروي. اورېدونكى لطف الله عمري زياتوي: چين يو ډېر ښه هېواد دى، ډېرې ښې منظرې لري او زما ورسره ډېره علاقه ده. د چين خلك له اقتصادي پلوه ډېر مخكې دي، او له كلتوري پلوه ډېر ښه ښه دودونه او رواجونه لري. نوموړى د چين خلكو ستاينې ته دوام وركوي او وايي: چينايان ډېر كاريګر، زغم لرونكي او زيار ايستونكي وګړي دي. دلته په پاكستان كې چې زه ګورم، دى وايي، د برېښنا په برخه كې يو شمېر چينايي انجينيران كار كوي او په ښه او غوره توګه خپله دنده ترسره كوي، كله كله زه، نوموړى زياتوي، په انګرېزۍ ورسره خبرې كوم. له بل اړخه، اورېدونكى لطف الله ليكي، د چين خلك زموږ ګران هېواد افغانستان كې هم كار كوي، سړكونه راته جوړوي او نور بېلابېل خدومتونه ترسره كوي، په رښتيا هم چې، دى وايي، زه له چين نه ډېر خوشاله يم. اورېدونكى لطف الله د خپل ليك په پاى كې د لغمان كلب له لوري په هريپور كې د باختر كلب مشر او نورو غړيو او دغه راز په كوهاټ كې سيد وارث حنيفي او د اريوب كلب مشر او نورو غړيو ته سلامونه وايي.

- دغه راز له همدغه ځاى څخه د لغمان كلب مشر فضل الله عمري هم يو ليك را استولى، د چين نړيوالې راډيو كاركوونكيو ته يې سلامونه ويلي او بيا يې ليكلي: زه له سي آر آى راډيو څخه ډېر ګيله من يم، لومړى دا چې، دى وايي، نژدې شپږ مياشتې كېږي چې موږ ته د سي آر آى راډيو له خوا هېڅ مطبوعات، پاكټونه، مجلې او پوښتنپاڼې نه دي را رسېدلې، كه څه هم، دى زياتوي، زموږ د كلب له لوري هره اونۍ ليكونه در استول كېږي. بيا وايي: همدغه ګيله زما د كلب نور غړي هم كوي، او اندېښنه كوي چې زموږ ليكونه سي آر آى راډيو ته نه رسېږي او كه څنګه. موږ ته، دى زياتوي، سي آر آى راډيو په خپله مسابقه كې د برخې اخيستلو فرصت نه راكوي او پوښتنپاڼې نه رالېږي نو موږ به، دى وايي، څنګه وكولى شو چې ستاسې د خپرونې په مسابقو كې ګډون وكړو. نو محترم اورېدونكى فضل الله عمري، موږ د سي آر آى راډيو د پښتو خپرونې په مسابقو كې ټولو اورېدونكيو ته په يو ډول د ګډون فرصت وركوو، او د اورېدونكيو ترمنځ كوم توپير نه كېږي. دا چې تاسو ته پاكټونه يا ليكونه نه دي در رسېدلي، ښايي چې د پوستي ستونزو له امله وي. هيله ده پا راتلونكي كې زموږ د خپرونې په نورو مسابقو او سياليو كې برخه واخلئ، ليكونه راواستوئ او برياليتوب مو په برخه شي.

- له كابل څخه د عزيزي كلب مشر سيد اعظم عزيزي په خپل ليك كې لومړى د چين نړيوالې راډيو كاركوونكيو ته سلامونه او نېكې هيلې وړاندې كړې او بيا يې ليكلي: ګرانو دوستانو موږ د ډېر وياړ ځاى دى چې هره ورځ د ستر چين له خاورې څخه ټولې نړۍ ته د پښتو غږ خپرېږي، موږ پر دې هم وياړو ، دى زياتوي، چې په نړۍ كې يو هېواد هم شته چې له كوم شخصي مقصد او غوښتنې پرته له افغانانو سره دوستي پالي، له خداى نه هيله لرم چې د چين خلك تل ژوندي وي. اورېدونكى عزيزي زياتوي: ستاسې ټول پروګرامونه په افغانستان كې اورېدل كېږي او موږ ترې ډېره ګټه اخلو، هيله من يم، نوموړى وايي چې يوه ورځ چين ته درشم او ستاسو سره له نژدې وګورم. زموږ مخكينى ليك مو په پروګرام كې خپور كړ، موږ، دى وايي، ډېر خوشاله شوو او له تاسې مننه كوو. بيا وايي: څه موده وشوه چې ستاسې له خوا ماته د پښتو هنداره او نور مطبوعاتي مواد نه راځي، هيله ده راوايې ستوئ، د پښتو هنداره، دى زياتوي، په افغانستان كې ډېر مينه وال لري.

اوس نو درنو اورېدونكيو بيا پروګرام خپل پاى ته نژدې شوى او د موسيقۍ وخت دى نو راځئ چې دا ځل په كابل كې د اورېدونكي سيد اعظم عزيزي په خوښه د رحيم شاه يوه سندره واورو.

درنو اورېدونكيو د رحيم شاه سندره مو واورېده، د موږ او اورېدونكي پروګرام هم ورسره پاى ته ورسېد تاسې كولى شئ زموږ دغه او نور پروګرامونه د انټرنېټ له لارې هم ولولئ او واورئ. زموږ د وېبپاڼې پته ده: https://pushtu.cri.cn

هيله ده زموږ سره د خپلو نظرونو شريكولو او خپرونې په اړه د وړانديزونو لپاره تماس ونيسئ، زموږ د برېښنا ليك پته ده: pushtu@chinabroadcast.cn

او كه غواړئ چې د ليك له لارې زموږ سره تماس ونيسئ نو كولى شئ چې په اسلام آباد كې زموږ په دې پته ليكونه راواستوئ:

G. P. O. Post Box No. 2017

اسلام آباد، پاكستان

تر بلې اوونۍ مو په لوى څښتن سپارم، هر چېرې چې وئ روغ او خوشحاله اوسئ.