د سين هوااژانس د خبر له مخې: د افغانستان د خبري رسنيو په وينا د دغه هېواد د نشه يی توکيو سره د مبارزې وزير حبيب الله قادري څو ورځې مخکې ولسمشر حامد کرزي ته له خپلې دندې څخه استعفاليک وړاندی کړ.
سره له دې چې له خپلې دندې څخه د نوموړي د استعفا لامل ناروغي ښودل شوی، خو د عامو افکارو له مخې په وروستيو کلونو کې په افغانستان کې د نشه يی توکيو زياتوالی د ده د استعفا يو مهم لامل دی.
د م م له خوا د يو راپور له مخې په ٢٠٠٦ کال په افغانستان کې د اپيونو توليدی اندازه ٦١ سوه ټنو ته رسيدلی چې د پخوا په پرتله زيات شوي او د ٢٠٠٥ کال په پرتله په سلو کې ٤٩ زيات شوی او د ټولې نړۍ په سلو کې ٩٢ برخه يې نيوله. ښايی چې روان کال په افغانستان د اپيونو توليدی اندازه د تېر کال په پرتله نوره هم زياته شي.