<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2007-07-12 16:41:12    
د تبت د لين جي په سيمه کې ځانګړی کرنه اود مالدارۍ چارې

cri

 ګرانو اوريدونکو د پروګرام په نننۍ کړۍ کې به تاسو ته د چين د تبت د لين جي په ولسوالۍکې د ځانګړې کرنې او مالداري چارو په اړه معلومات وړاندې کړو ،

د لين جي سيمه د چين د تبت د خپلواکې سيمې په جنوب کې پرته ده چې د من با او لو با په ګډون د ځينو ملي لږکيو خلک پکې اوسيږي ، دغه سيمه ښکلې طبيعي منظرې لري ، په وروستيو کلونو کې دغې سيمې د غلودانو د توليدي توان د لوړتيا تر څنګ په فعاله توګه خپله ځانګړې کرنه او مالدارې چارې پرمخبيايي چې له امله يې په دغه سيمه کې بزګران او مالداران ورځ په ورځ شتمنيږي او د ژوندانه سويه يې هم لوړيږي ،

دلين جي ولسوالۍ په شاوخواکې د بايي په نامه يوه علاقه داري شته چې تقريبأ ديرش زره تنه خلک پکې اوسيږي ، ددغې علاقه دارۍ د جيادين ګا په کلي کې يوه ښځه ده چې يانګ جين نوميږي د سبزيو په کرلو کې لوي ﻻس لري ، د دې د کور په شاوخوا ځمکه کې د رومي بانجن ، توربانجن او بادرنګ په ګډون لسګونه ډول سبزي کرل کيږي او د سبزيو د پلورلو له لارې يې کلني عايدات اويا زره يوانو ته رسيدلی دی ، په دې اړه ميرمن يانګ جين زموږ خبريال ته وويل  پخوا مې حبوبات کرل ، خو د غلو دانو د پلورنې بيې د ټيټوالي له امله زمونږ ژوند ډېر سوتونزمن و ، په ٢٠٠٢ کال کې مې د سبزيو په کرنه پيل وکړاو له هغه وخت راهيسي يې د سبزيو د پلورنې له لارې عايدات کال په کال زياتيږي او د ژوندانه سويه مې هم لوړيږي ، ٠

د جيادينګا په کلي کې د پنځوسو کورنيو بزګران نهه څلويښت هکتاره ځمکه لري ، د دغه کلي چارواکي ښاغلي نيما وويل اوس دکلي په پنځوسو کورنيو کې اته څلويښت کورنۍد راز راز کښتونو په کرنې بوختې دي ، او د هرسر په حساب کلني منځني عايدات يې لس زرو يونو ته رسيدلی دی ،

ښاغلي نيما زياته کړه دی په کلي کې تر ټولو لومړي په سوداګرۍ لاس پورې کړ، ده د خپلو پيسو په وسيله نوي کور جوړکړی دی ،اوس په کلي کې له نيمې برخې څخه زياتو بزګرانو خپل نوي کورونه جوړکړي دي ، دده په أند دا ټول له ځانګړي کرنې او مالدرۍ سره اړه لري ، هغه وويل زمونږ په کلي کې زياتره بزګرانو په ٢٠٠٠ کال کې د سبزيو په کرنې لاس پورې کړ، تر ٢٠٠٦ کاله پورې زمونږ د کلي د خلکو منځني عايدات يوولس زره او نهه سوه يونو ته رسيدلی دی ، زمونږ هدف دا دی چې تر ٢٠١٠ کاله پورې به د خلکو منځني عايدات له شل زره يونو څخه واوړي

د لين جي په سيمه کې د کرنې او سيلانۍ غني زيرمې شته ، په وروستيو کلونو کې په دغه سيمه کې نوموړي زيرمې په پوره او ښه توګه کارول شوې او د ځنګلونو ، طبي بوټيو او سبزيو په ګډون ځانګړي اقتصادي چارې پرمختللې دي ، د دې سيمې د کرنې او مالدارۍ چارو د ادارې مشر ښاغلي وانګ جې زموږ خبريال ته وويل  زمونږ په ولسوالۍکې اته ځانګړي اقتصادي سيمې ټاکل شوې دي ، د بيلګې په توګه د ولسوالۍ په لويديځه برخه کې په عمده توګه ځانګړي څاروي روزل کيږي ، په منځنۍ برخه کې سبزي ، طبي بوټي او ښې ميوې کرل کيږي ، او په جنوب ختيځه برخه کې په عمده توګه غوره غلې دانې او شولې کرل کيږي ، تيرکال په نوموړو سيمو کې د خلکو د هرې کورنۍ منځني عايدات له دريو زرو يوانو څخه زيات و،

د ځانګړۍ کرنې د پرمختګ لپاره د لين جي د ولسوالۍ د حکومت ترادارې لاندې په بيلابيلو ځايونو کې د بزګرانو او مالدارانو لپاره په پلانيزه توګه ځانګړي اقتصادي سازمانونه جوړشوي دي ، د دغې ولسوالۍ د کرنې او مالدارۍ د ادارې مشر ښاغلي وانګ جې وويل  په وروستيو کلونو کې د ځانګړي اقتصاد د پرمختګ په بهير کې ځايي حکومت د خلکو د عايداتود زياتوالي او د توليدي جوړښت د تنظيمولو په موخه د بزګرانو او مالدارانو د توليدي توان د لوړتيا لپاره کوشش کړی دی ،

اوس د لين جي په سيمه کې د څارويو د روزنې او د کښتونو د کرنې په اړه يو شمير علموم او تخنيکونه د بزګرانو او مالدارانو په توليدي چارو کې استعماليږي او د ځانګړۍ کرنې سويه هم په پر له پسي توګه لوړيږي ، تيرکال په دغه سيمه کې د دريو زرو او نهه سوو کورنيو دوه ويشت زره تنه خلکو له دغې ځانګړې کرنې څخه ګټې ترلاسه کړې دي ،

ګرانو اوريدونکو زموږ ننني پروګرام په همدې ځای پاي ته ورسيد ، نيکمرغه او خوشاله اوسۍ