
چين ته د سفر پروګرام په دغه کړې کې به تاسې د چين د تبت د خپلواکې سيمې د مرکز لاسا ښار د با کوو په لرغونی واټ کې له ځينو ځانګړيو مغازو څخه ليدنه کتنه وکړئ.
د با کوو واټ د لاسا په زوړ ښار کې پروت دی چې د با جياو په نامه هم يادېږي او اوږدوالی يې يو کيلو متر ته رسېږي. دغه واټ دايروی بڼه لری او د يو زره او دری سوه کلونو تاريخ لری. همدغه واټ په داسې ډبرونو پوښل شوی دی چې په مصنوعي ډول صيقل شوي وې .که څه هم دغه واټ پلن نه دی، خو هره ورځ د لاسا ښار د نورو ځايونو په پرتله زيات شمېر سيلانيان ترې ليدنه کوي.
د با کوو واټ په دواړو خواوو کې زياتې کوچني مغازې شته او له سهاره تر ماښام پورې د مشتريانو ډيره ګڼه ګوڼه په کې وي. په دغو مغازو کې تبتی جامې، چاقو او مذهبی اسباب او له هند او نيپال څخه وارد شوی بيلا بيل سوداګريز شيان پلورل کېږي. په لاسا کې ځينې مغازې په ځانګړي توګه هلته د اوسيدونکو مسلمانانو او نيپاليانو لپاره پرانيستل شويدي. د بېلګې په توګه د شيامو کاپو په نامه د يوې مغازې په وړاندی يو سپين عکس ځوړند دی او يو سړی پکې ليدل کيږي چې د لويديځې أسيا قومی جامې يي اغوښتی او پر سر يي يوه سپينه خولۍ ده . د دغې مغازې خاوند راتنا وويل په عکس کې دغه سړی د ده نيکه دی او د تيرې پيړۍ په پيل کې له نيپال څخه تبت ته د سوداګرۍ لپاره راغلی و. هغه وويل کله مې چې نيکه مې تازه تبت ته راغی ، نو ځايي تبتيانو يې نوم نشوی ويلی چې تلفظ يې ډېرمشکل
و. نو تبتيانو ور ته شياموکاپو وايه چې په تبتي ژبه يي مانا سپينه خولۍ ده ځکه چې د ده پر سر به د نيپال يوه سپينه خولۍ او هم به يې سپينی جامې اغوښتې وې .
دغه نوم ورو ورو د مغازې نوم وګرځيد. په دغه مغازه کې فلزي بودايي مجسمې او نور هنري شيان پلورل کيږي چې ټول په نيپال کې جوړ شوی دی.
د با کوو واټ په لاسا کې يو ډېر سمسور سوداګريز واټ دی چې له ولسي دودونو څخه ډک دی او زيات شمير تبتی هنری شيان په کې ليدل کيږي. په دغو مغازو کې د تانګ کا په نامه يو ډول تصوير او مصنوعی تبتی غالۍ ډيرې مشهورې دي . تانګ کا يو ډول انځور دی چې پر وريښمينو ټوکرانو باندې سريښ کېږي او د تبتي قوم ځانګړی کلتور تمثلوي. د با کوو واټ په زياتو مغازو کې تانګ کا پلورل کېږي چې د شيو يوې په نامه مغازه يې ډيره مشهوره ده او د امريکا، جاپان، سينګاپور، المان او نيپال له زياتو هېوادونو څخه راغلی سيلانيان په کې د تانګ کا تصويرونه اخلي. له نيوزيلنډ څخه راغلې نجلۍ ان می هوا چې په بيجينګ پوهنتون کې زده کړه کوي، نه يوازې يو چينی نوم لری، بلکې چينی او تبتی ژبې يې هم زده دي. دې وويل د نړۍ ټول کلتورونه د علاقې وړ او زړه وړونکي دي. سره له دې چې ځيني کلتورونه سره توپير لری ، خو ټول ډېر ارزښتناک دي.
هره ورځ سهار چينی او نړيوال سيلانيان په با کوو واټ کې راغونډيږي او په مغازو کې ډول ډول شيان لټوي . ځيني يي رنګارنګ ښکلي غالۍ او تبتي خولۍ ، ځيني يي لرګينې کاسې او د لاس کړۍ اخلي. د لمرخاته په مهال د با کوو واټ منظرې ډېرې ښکلې وي چې څراغونه بليږي، راجلبونکې موسيقې او
د خوړو ښه بوی ګڼ شمير سيلانيان راجلبوي . د يوې مغازې خاوند وويل د با کوو په
واټ کې د نړۍ له ګوټ ګوټ څخه راغلي سيلانيان ليدل کېږي چې له مخې يې دغه ځای يو نړيوال ځاي بلل کيږي. دوی کولی شی چې په دې ځاي کې د تبتی قوم کلتور له نژدی وګوري.
لاسا ته د سفر لپاره ډېرې ترافيکي اسانتياوی شته چې له بيجينګ څخه د الوتکې او اورګاډی له لاری هلته سفر کېدای شی . په باکوو کې يو لوی هوټل هم شته چې د يوې ورځې کرايه يي يوازې سل يوانه ده.