<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2007-07-14 18:41:49    
مونږ او اورېدونکی

cri

عمران – ګرانو اورېدونكيو زما امان الله عمران سلامونه او نېكې هيلې ومنئ! له لوى خداى نه درته د بشپړې روغتيا او نېكمرغۍ دعا كوم او هيله من يم چې د ژوند په نورو چارو كې هم بريالي او خوشاله وئ. د موږ او اورېدونكي پروګرام اورېدو ته مو هركلى كوم، هيله ده تر پايه راسره پاتې شئ!

- سمدلاسه پروګرام پيل كوم او لومړى دغه ليك را اخلم چې له مانسهرې څخه د خراسان كلب مشر نثار احمد احمدي را استولى دى. لومړى يې سلامونه ويلي او بيا يې ليكلي: زه ستاسو يو دايمي اورېدونكى يم، تل او هره ورځ ستاسو پروګرامونه اورم، ستاسې له ښكليو پروګرامونو سره له حده زياته علاقه لرم او هر يو پروګرام ته مې بېل بېل ليكونه استولي دي. اورېدونكى نثار احمد زياتوي: زه د سه چوان ولايت په اړه معلوماتي مسابقې جايزې ګټونكيو ته مباركي وايم، ډېر زيات خوشاله شوم، دى ليكي، چې په دغه مسابقه كې بيا هم د لومړۍ جايزې اخيستونكى يم. دا ماته او زما د كلب نورو غړيو ته د وياړ او خوشالۍ ځاى دى. ستاسې نه هم خوشاله يم چې په مسابقه كې مو د ګډون فرصت راكړ. نثار احمد احمدي ليكي: دوستانو د خراسان كلب د جون په دېرشمه نېټه يوه كلنۍ غونډه ترسره كوي چې دى وايي، د آريانا، لغمان، سلطاني، پاك افغان، ډي اېف او داسې نورو كلبونو غړي او پر دوى سربېره به يو شمېر شاعران، اديبان، ليكوالان او پوهان هم په كې ګډون وكړي. نوموړي د خپل ليك په پاى كې د مجلو، پښتو هېندارې، خپرنيزو توكيو او پاكټونو وراستولو غوښتنه كړې چې د غونډې په پاى كې يې، دى وايي، د مېلمنو تر منځ وويشي. نو نثار احمد خانه، د جون دېرشمه نېټه خو تېره شوې، هيله ده ستاسې غونډه په بريالۍ توګه ترسره شوې وي، او موږ ته يې د ترسره كېدو بهير په اړه وليكئ!

- له مظفر ګړ څخه د ماډرن ډي اېكس كلب مشر محمد طارق رحمان په خپل ليك كې ليكي: نن سبا د سي آر آى راډيو د خبرونو معيار ډېر لوړ شوى دى، كه د امريكا لويه وچه ده او كه د آسيا، كه ايران دى او كه عراق، دى وايي، موږ يې په اړه د سي آر آى له خوا نوي او تازه خبرونه ترلاسه كوو، او پر دې سربېره پر تازه او روانو حالاتو تبصرې او خبرې اترې هم ډېرې ښې دي. نوموړى زياتوي: زموږ (په چين كې د اقتصاد او سوداګرۍ)، (شينجيانګ ته كتنه) او د (سپورټ نړۍ) پروګرامونه ډېر خوښېږي. له خبرونو او د روانو چارو په اړه له تبصرو وروسته، اورېدونكى طارق رحمن وايي، بېلابېل اونيز پروګرامونه چې تاسو خپروئ، ډېر ښه او كره معيار لري او له همدې مخې سي آر آى په ډېر زيار او كوشش سره د يوې پرمختللې او متخصصې خبري رسنۍ دنده ترسره كوي چې د مباركۍ وړ كار دى. نوموړى زياتوي: زموږ د كلب ملګري تاسو ته ليكونه او برېښناليكونه دراستوي، خو تاسې، دى وايي، سم ځواب نه وركوئ. په حقيقت كې زموږ ملګري غواړي په خپله سيمه كې ستاسو پروګرامونه مشهور كړي او كوښښ كوي چې ډېر خلك ستاسو پروګرامونه واوري. بيا ليكي: موږ د راډيويي سيالۍ لپاره پوښتنپاڼې هم چاپ كړې او تاسو ته مو درواستولې، خو تاسو يې، دى وايي، د ترلاسه كولو په اړه خبر هم رانه كړ. نوموړي د خپل ليك په پاى كې د پښتو هېندارې او د پروګرامونو د مهالوېش وراستولو غوښتنه كړې چې، دى وايي، د خپلو ملګرو تر منځ يې وويشي. اورېدونكى طارق رحمن، ستاسې له په زړه پورې ليك او د خپرونې له ستاينې ډېره مننه كوو، ستاسې له خوا ليكونه، برېښنا ليكونه او په مسابقه كې مو د ګډون ډكې كړې پوښتناڼې رارسېدلي دي، ستاسو ليكونه او برېښناليكونه مو د پروګرام په ترڅ كې خپاره كړي او هم مو د سه چوان ولايت په اړه معلوماتي مسابقې پايلې او دغه راز د بريالي شويو اورېدونكيو نومونه هم د پروګرام په پرله پسې دريو كړيو كې خپاره كړل، هيله ده خپل ليكونه او دغه د مسابقې پايلې مو اورېدلې وي او ګيله مو لرې شوې وي.

- د خوست ولايت د عليشېرو ولسوالۍ له جونو غونډۍ څخه د يوراج كلب غړى رسول حسن حسيني ليك را استولى دى او ليكلي يې دي: زه او زما سره مې ملګري هر يو رحيم حسن، سيد حسن او نصير حسن وطن دوست لومړى د چين نړيوالې راډيو ټول كاركوونكيو ته سلامونه وايوو. بيا زياتوي: ستاسې راډيو ډېرې په زړه پورې خپرونې لري او يوه مياشت كېږي، دى وايي، چې زه ستاسو راډيو اورم. اورېدونكى رسول حسن ليكي: ستاسو ښكليو خپرونو دې ته وهڅولم چې ستاسو سره قلمي اړيكي پيل كړم، دا زما لومړى ليك دى چې تاسو ته يې دراستوم، كه چېرې زما دغه ليك، نوموړى وايي،خپور شي نو زما اړيكي به هرومرو دوام وكړي او ان شاء الله ستاسو راډيو ته به ټوكې ټكالې، شعرونه او وړانديزونه درلېږم. نو اورېدونكى رسول حسن، موږ دې هم دا دى ليك خپور كړ، هيله ده اورېدلى دې وي او موږ به ستا له ژمنې سره سم ستا د نورو ليكونو په هيله وو.

- د خوست ولايت له همدغه ځاى څخه اورېدونكي رفيع الله رفيع په خپل ليك كې لومړى د چين نړيوالې راډيو كاركونكيو ته سلامونه ويلي او بيا يې ليكلي: زه ستاسې له پښتو خپرونې سره ډېره مينه لرم او ډېره په خوند يې اورم. بيا زياتوي: تاسې ډېرې په زړه پورې خپرونې او پروګرامونه لرئ او زما، دى وايي، ډېر خوښېږي.

- دغه بل ليك بيا له مانسهرې څخه د خراسان كلب غړي اويس امين را استولى دى، لومړى يې د چين نړيوالې راډيو كاركوونكيو ته سلامونه ويلي او بيا يې ليكلي: ستاسې پروګرامونه ډېر ښه او په زړه پورې دي او موږ يې په منظمه توګه اورو. نوموړي د چين په اړه دوه پوښتنې هم ليكلې چې د (پوښتنه او ځواب) پروګرام ته به يې وسپارو، هيله ده چې ځواب يې وركړي. اورېدونكي اويس امين بيا د خپلو ملګريو هر يو: عبيد الله صديق، ګل احمد، اسامه امين، حسن محمود، عطاء الرحمن، او اصف سلطان نومونه ليكلي او وايي چې د ليك ليكنې پر وخت يې تر څنګ ناست دي او د پښتو خپرونې كاركوونكيو ته سلامونه وايي. بيا زياتوي: هيله ده تاسو په خپل پروګرام (موږ او اورېدونكي) كې ټول ليكونه خپاره كړئ، او د پروګرام وخت زيات كړئ. زموږ د كلب د غړيو شمېر، دى وايي، اتيا تنو ته رسېږي او نور هم مشهورېږي. نوموړى بيا د نازيه اقبال په غږ د يوې سندرې خپرولو غوښتنه كوي، او ګيله كوي چې په ډېرو ليكونو كې يې د نوموړې د سندرې خپرولو سپارښتنه كړې خو نه ده خپره شوې. نوموړي د خپل ليك په پاى كې د مطبوعاتو، انځورونو او پاكټونو وراستولو غوښتنه كړې ده. نو اويس امين د نازيه اقبال سندره مو د پروګرام په يوه مخكينۍ كړۍ كې خپره كړې وه، په راتلونكي كې به يې هم خپره كړو، خو نن به د يو بل سندرغاړي سندره واورو.

- دغه راز له مانسهرې څخه يو بل اورېدونكى سراج الحق په خپل ليك كې د سي آر آى راډيو كاركوونكيو ته سلامونه وايي او بيا ليكي: له ما سره مې ملګري دي هر يو: محمد شاكر وطنپال، فضل الله عمري، قسيم الله همدرد، لطف الله عمري، فدا محمد فدا، صدام عمر عمري، ياسر عمر عمري، عاشق الله او نور الله هم تاسو ته سلامونه وايي، موږ ټول د لغمان كلب غړي يوو. اورېدونكى سراج الحق بيا زياتوي: دا زما اووم ليك دى چې تاسو ته يې دراستوم، خو نه مې ستاسو له خوا كوم ليك ترلاسه كړئ او نه مو كوم ليك راته خپور كړى دى. بيا ليكي: زه سراج الحق د نهم ټولګي زده كوونكى يم، ستاسې خپرونې په ډېره مينه او شوق سره اورم، خپرونې مو ډېرې په زړه پورې دي په تېره بيا د موږ او اورېدونكي پروګرام مې، دى وايي، ډېر خوښېږي. اورېدونكى سراج الحق د خپل ليك په پاى كې ليكي: زه په افغانستان كې د لغمان ولايت يم خو اوس د مانسهرې د اچړيانو په درېيمه شمېره كمپ كې د مهاجرت شپې ورځې تېرم. بيا وايي: زه پاكټونو ته اړتيا لرم، دغه ټول پاكټونه مې خپل ملګري فضل الله عمري راكړي دي.

- يو اورېدونكي روشن پسرلي يو برېښناليك را استولى او ليكلي يې دي: د چين نړيوالې راډيو پښتو خپرونه مې واورېدله، ومې كتل چې د خپرونې كاركوونكي په پښتو ژبه په خبرو كولو كې ډېر زيار باسي، چې د دوى لپاره، دى وايي، يو آسان كار نه دى او بهيد په داسې غوره توګه د پښتو ژبې ويلو سره د دوى قدرمني وشي. اورېدونكى روشن پسرلى بيا زياتوي: ستاسې د خپرونې وړاندې كوونكي يوازې د پښتو ژبې شمالي لهجه كاروي، د پښتو ژبې شمالي لهجه، دى وايي، د چين د كانټونيز لهجې په شان ده چې د ده په وينا يوازې كم شمېر ښارونه پرې پوهېدى شي. په داسې حال كې چې د پښتو جنوبي لهجه د چين د مانډرين لهجې په شان په پراخه توګه پرې خلك پوهېدى شي. نوموړى بيا وايي: د افغانستان او پاكستان ډېرى پښتانه د پښتو په جنوبي لهجه خبرې كوي او پرې پوهېږي او پر شمالي لهجه، دى وايي، ډېر نه پوهېږي. اورېدونكى روشن واي: زه په يوه پښتو راډيو كې وياند يم، او زه له هغو خلكو سره خپرونې وړاندې كوم چې په دواړو لهجو خبرې كولى شي ډېر په جنوبي لهجه خپرونې كوم. نومړى د خپل برېښناليك په پاى كې د چين له نړيوالې راډيو غوښتنه كوي چې پر خپله تګلاره غور وكړي او جنوبي لهجه په خپله خپرونه كې ورشامله كړي. نو اورېدونكي روشن پسرلي له ليك او په وړه پورې وړانديز مننه كوو، تر اوسه پورې موږ په پښتو كې د شمالي او جنوبي لهجې په نامه څه نه دي اورېدلي، هيله ده دى په خپل راتلونكي ليك كې خپله خبره نوره هم روښانه كړي، خو موږ يادونه كوو چې د چين نړيوالې راډيو پښتو خپرونې كاركوونكي په معياري په پښتو خبرې كوي چې له نورو خبري رسنيو هم خپرېږي او ټول پرې پوهېدى شي.

اوس نو درنو اورېدونكيو بيا پروګرام خپل پاى ته نژدې شوى او د موسيقۍ وخت دى نو راځئ چې دا ځل د صديق شباب يوه سندره واورو.

درنو اورېدونكيو د صديق شباب مو واورېده، د موږ او اورېدونكي پروګرام هم ورسره پاى ته ورسېد تاسې كولى شئ زموږ دغه او نور پروګرامونه د انټرنېټ له لارې هم ولولئ او واورئ. زموږ د وېبپاڼې پته ده: https://pushtu.cri.cn

هيله ده زموږ سره د خپلو نظرونو شريكولو او خپرونې په اړه د وړانديزونو لپاره زموږ د برېښنا ليك په دې پته تماس ونيسئ: pushtu@chinabroadcast.cn

او كه غواړئ چې د ليك له لارې زموږ سره تماس ونيسئ نو كولى شئ چې په اسلام آباد كې زموږ په دې پته ليكونه راواستوئ:

G. P. O. Post Box No. 2017

اسلام آباد، پاكستان

تر بلې اوونۍ مو په لوى څښتن سپارم، هر چېرې چې وئ روغ او خوشحاله اوسئ.