د چين نړيوالې راډيو د خبر له مخې: د م م د امنيت شورا د جولای په ١٧مه نېټه د افغانستان د وضعې په هکله له بحث وروسته په يوه اعلاميه کې له نړيوالې ټولنې څخه غوښتنه وکړه چې له دغه هېواد سره د مرستې په اړه خپلې ژمنې پوره کړي.
په اعلاميه کې ويل شوی چې په وروستيو څو مياشتو کې نړيوالې ټولنې د افغانستان د امنيت او ثبات په ساتنې او پرمختيا په چارو کې له دغه هېواد سره د مرستو تدبيرونه نيولي دي. د بيلګې په توګه د افغانستان د پرمختيا فورم کلنۍ غونډه او د اتو سترو صنعتی هېوادونو ډلی او د افغانستان او پاکستان د بهرنيو چارو وزيرانو غونډې تر سره شوې. د م م د امنيت شورا له اړوندو خواوو څخه غوښتنه وکړه په دغو غونډو کې تر لاسه شوي ګډې نظريې او کړې ژمنې په هراړخيز ډول او پروخت تر سره کړي.