<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2007-07-19 16:30:18    
د چين د يون نان ولايت د ډبرين ځنګل منظره لرونکې سيمې

cri

په وروستيو ورځو کې د نيوزيلنډ په کريستچورچ ښار کې د نړيوالو ميراثونو په يو دېرشمه غونډه کې د چين د يون نان ولايت ډبرين ځنګل له نورو دوو ځايونو سره چې د کارست توپوګرافی لری ، په ګډه د نړۍ د ميراثونو په ليست کې شامل شو چې له امله يي په چين کې څلور ديرشم نړيوال ميراث وبلل شو. د کارست توپوګرافی يوه جغرافيايی ځانګړتيا ده چې په زياتو ډبرونو جوړېږي.چين ته د سفر پروګرام په دغه کړۍ کې به تاسو ته د يون نان ولايت د ډبرين ځنګل په هکله څه معلومات درکړو.

ډبرين ځنګل د چين په جنوب لويديځ د يون نان ولايت د کون مينګ ښار ته نژدې د يی قوم په خپلواکه ولسوالی کې پروت دی چې د څو مربع کيلومترو په پراخوالي سره د ستنو په شان جګې جګې په درو ، د غره په لمنو او ټيټو ځايونو کې خورې ورې ولاړې دي او بالکل د ډبرو د ځنګل په شان ښکاري. د دغه منظره لرونکی ځای لارښوونکې أغلې بی يون هوا وويل د ډبرين ځنګل د منظره لرونکې سيمې پراخوالی دوولس مربع کيلومترو ته رسېږي چې په چين او حتې په نړۍ کې د کارست توپوګرافی له نظره تر ټولو لويه سيمه ده . په عادې توګه موږ په پلې توګه له لويو او کوچنيو ډبرو څخه ليدنه کتنه کوو.په دغه ځای کې د ډبرو ترمنځ څلور سوه کږې وږې لارې موجودې دي او دوه سوه په زړه پورې ښکلي منظرې ليدل کيږي چې تر ټولو ښکلی ځاي د ډبرين ځنګل منظره لرونکې سيمې په منځ کې پروت دی او ولاړې ډبرې شين رنګ لری او د کارست توپوګرافی نښه ده. نور ځايونه په بېلابېلو ښکليو نومونو نوميږي

مثلا د نيلوفر ګل غر او د تورې ډنډ او د تورو غر او د اور سمندر په نومونو نومول شوي دي. لارښوونکې بی يون هوا د تورې غر او د اور سمندر په نامه د يو ځاي په هکله معلومات ورکول او ويې ويل چې د ډبرې پاسنی برخه له کلونو کلونو راهيسې د باران د بهيدو له امله د تورې تيز سر ته ورته شوی، لاندنۍ برخه يي تر ځمکې لاندې پټه شوې وه چې هلته د اوبو بهيدلو نښې هم تر سترګو کيږي.

له ډبرين ځنګل څخه د ليدنې ډير ښه ځای د وانګ فون خيمه ده. له شانګهای څخه راغلې سيلانې ميرمن ني ني وويل ډبرين ځنګل ډېر ښکلی او راجلبوونکی ځای دی. د وانګ فون له خيمې څخه د ډبرين ځنګل سيل ما ته د زړه تازه ګۍ راببښي او يو عجيب طبيعت لري.

په لوي ډبرين ځنګل سل عجيبې ډبرې ولاړې دي چې ځينی يي د مور او زوی په شان دي او ځيني يي د ژويو بڼه لري . د بېلګې په توګه يوه ډبره د يو لوی فيل په شان ده او د فيل ډبره نوميږي. لارښوونکې بی يون هوا وويل که پر ځينو ډبرو باندی څه شی وټکوي، نو د زنګ وهلو په شان غږ اوريدل کيږي ، نو دغه ډبره د زنګ ډبرې په نامه ياديږي.

په کوچنی ډبرين ځنګل کې د غټ ډبرين ديوال لخوا څو باغونه ليدل کيږي چې تر ټولو د ليدو وړ منظره هغه ډبره ده چې څيره يي د يی قوم په يوه کيسه کې ښکلې نجلۍ اشما ته ورته ده چې قومي جامې يي اغوستې او پر سر يې ښکلی دسمال او په شا يې يو بانسی سطل دی .

د ډبرين ځنګل په شمال کې د نای ګو په نامه رنګارنګ ډبرې چې نای ګو د يی قوم په ژبه د توررنګ او لرغوني معنا لری شته. د بڼې له مخې پدی ځای کې ډبرې ډيرې

جګې او غټې او يو د بل په څنګ کې ولاړې دی . که له ليرې څخه يې وګورو هلته يوه لرغونی کلا ده او شاوخوا يي جګ ديوالونه ليدل کيږی. د ناي ګو تر ځمکې لاندی يو لويه سمڅه شته چې د کارست توپوګرافي ځانګړې منظرې پکې ترسترګو کېږي. له استراليا څخه راغلې سيلانې ميرمن بريانا د نای ګو له سيل وروسته وويل دغه منظره ډېره عجيبه چې هره ډبره يې ځانګړې بڼه لری او ډيره ښکلې ده .

برسيره پردې په ډبرين ځنګل کې د هوا له بدلون سره سم د ځينو ډبرو رنګونه بدليږي . مثلا د باران په وخت کې ډبرې تور رنګ لري ، خو له باران څخه وروسته تور رنګ ژر په څو نورو رنګونو بدليږي.

ګرانو اوريدونکو، د ډبرينو ځنګلونو راجلبونکې توان دا دی چې دغه ښکلا د ژبې له لاری نه شي بيا نيداې. يو ډبرينه ستن او يوه منظره په بېلا بېلو وختونو کې توپير لری او سيلانيانو ته مختلف احساسات رسوي.