<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2007-07-19 16:40:37    
په شينجيانګ کې د ملي لږکيو ښځينه طبي کارکوونکې

cri

د چين د شينجيانګ اويغوري خپلواکې سيمې د طب پوهنتون لومړنی روغتون په دغه سيمه کې ترټولو يو لوي عمومي روغتون دی چې د درس ورکولو دنده هم لري ، په دغه روغتون کې د ملي لږکيو زياتې ښځينه نرسانې کارکوي ، د دغه روغتون د ميکروب پرضد مرکز کې چې ټول روغتون ته ضد ميکروبي سامان الات برابروي د خوي ، هان ، او اويغوري قومونو په ګډون د زياتو قومونو څه باندې شل تنه ښځينه نرسانې او کارکوونکې کارکوي ، په دغه مرکز کې يوه ښځينه نرسه مابين نا د خوي قوم ښځه ده او په ١٩٨١ کال کې ددغه روغتون د ميکروب پرضد مرکز کې شامله شوې او تر اوسه پوري يې هلته شل کاله کارکړی دی ،هغې زمو ږ خبريال ته وويل  پخوا مې نه غوښتل چې په دغه مرکز کې کاروکړم او په دې نظر وم چې په دغه مرکز کې دکومو طبي تخنيکونو زده کړه نشم کولای ، خو د يوې مودې له تيريدو وروسته مې خپل کار خوښ شوی دی او پر دې پوه شوې يم چې زموږ مرکز د روغتون يوه ډېره مهمه برخه ده ، زمونږ د کار کيفيت د ټول روغتون د درملنې او د ناروغانو د روغتيا سره ډېرې ټينګې اړيکې لري ، ميرمن ما بين نا په دغه مرکز کې د لسو کلونو لپاره کارکړی او په ١٩٩٣ کال کې د سرپرستارې په توګه وټاکل شوه، د دغه روغتون د نوې ودانۍ د جوړولو په مهال هغې د خپلو کاري تجربو په اتکاد ميکروب پر ضد مرکز د نوۍ جوړونې په اړه د نقشې د اصلاح لپاره نظريې څرګندې کړې چې له مخې يې نوی جوړشوی مرکز د شينجيانګ په زياتو روغتونونو کې يوه بيلګه ګرځيدلې ده ، اوس د مختلفو روغتونونو مشران او کارکوونکي تل د ليدنې او زده کړې لپاره دغه مرکز ته ځي ، ميرمن ما بين نا وويل دا زما د خوښۍ وړ کار دی چې خپلې ښې تجربې نورو کسانو ته وړاندې کړم ، ٠

د اويغوري قوم پرستاره صهيب جمال د دغه روغتون د جراحي عملياتو په څانګه کې کارکوي چې تر اوسه پورې يې دوولس کلونه تيرکړی دی ، په دغه څانګه کې کارونه ډېر زيات او درانه دي ، ډاکټران خپل عمليات پاي ته نه رسوي ، نو پرستاران هم ورسره کارکوي ، کله کله په عملياتو کې څه باندې لس يا شل ساعتونه تيروي ، څرنګه چې په روغتون کې ميرمن صهيب جمال ډېره مشغوله ده ، نو هغه مجبوره وه چې خپل درې کلن زوي خپلې مور ته وليږي چې ددې کور څخه دوه زره کيلوميتره واټن لري ، کله چې له کارڅخه بيرته خپل کور ته رسيږي نو د تيلفون له لارې د خپل زوي سره خبرې کوي ، که څه هم په روغتون کې ډېر زحمت ګالي خو هغه هيڅ ګيله نه لري ، هغې وويل ٠زما مور پخوا هم يوه پرستاره وه، په هغه وخت کې زه پرهغې ډېره وياړيدم ، او نيت مې درلود چې په راتلونکي کې د خپلې مور په شان يوه پرستاره شم ، کله چې لويه شوم او له مکتب څخه دغه روغتون ته راغلم نو له هغه راهيسي کوشش کوم چې خپل کار په ښه شان ترسره کړم ،

د خلکو په أند پرستاري کار أسان دی ، خو په حقيقت کې دا يو مسؤليت ، صبر او مينه لرونکی کار دی ، پرستاره پاتيګل چې د اويغوري قوم ښځه ده او د نويو زيږول شويو ماشومانود ساتنې په څانګه کې کارکوي هره ورځ د تودوخې کتنې ألې په وسيله د نويو زيږيدليو ماشومانو د بدني د تودوخې اندازه کوي او ګوري ،ستنې وهي او ماشومان مينځي ، له ١٩٨٧ کال څخه تر اوسه پورې هغې د دغه روغتون د قابلو په څانګه کې کارکړي دی ، هغې وويل   د کار په پيل کې ما پياوړی نيت درلود چې د قابلو په څانګه کې کاروکړم ، خو دا زما له خيال څخه وتلی کار دی چي تر اوسه پورې په دغه څانګه کې د شلو کلونو لپاره کارکړی دی ، د اوږدې مودې په کار کې ما ته دميندوارو ښځو او نويو زيږيدلو ماشومانوپه اړه ژور احساسات رامنځته شوي دي ، اوس زه په خوښۍ او خوشالۍ سره خپله دنده ترسره کوم ، اميدوارو ښځو ته د ماشومانو د روزنې په اړه معلومات وړاندې کوم ٠ په دغه روغتون کې د پاتيګل او ساهيب چمال په شان غوره او ممتازې پرستارې ډېرې زياتې دي ، د دوي زحمتونه او خدمتونه د خلکولخوا ډېر ستايل کيږي ،

ګرانو اوريدونکيو زموږ ننني پروګرام په همدې ځای پاي ته ورسيد ، خوشاله او نيکمرغه اوسۍ٠