د سين هوا اژانس د خبر له مخې، د کوريا جمهوريت د بهرنيو چارو او سوداګرۍ وزير سونګ مين سونګ د جولای په يوويشتمه نېټه وويل د دغه هېواد ځواکونه به د ټاکلی پلان له مخې د روان کال له پای مخکې له افغانستان څخه ووځی.
وزير سونګ مين سونګ د همدې ورځې په سهار په يوه مطبوعاتی غونډه کې وويل د کوريا جمهوريت حکومت تېر کال دولتی شورا ته په ٢٠٠٧ کال کې له افغانستان څخه د ځواکونو وتلو پلان وړاندی کړی و او دغه هېواد به اوس د ټاکلی پلان له مخې له افغانستان څخه خپل ځواکونه وباسی.
ده وويل ټول درويشت تنه کوريايان د جولای د نولسمې نېټې له غرمې وروسته د افغانستان په غزنی ولايت کې د وسله والو کسانو له خوا تښتول شوي دي. د يوويشتمې نېټې له غرمې وروسته د کوريا جمهوريت د دغې پېښې د حل لپاره يو پلاوی افغانستان ته لېږلی دی.