<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2007-07-21 19:02:56    
موږ او اورېدونكي

cri

عمران – ګرانو اورېدونكيو زما امان الله عمران سلامونه او نېكې هيلې ومنئ! هيله من يم بشپړه روغتيا او نېكمرغي مو په برخه وي او د ژوند په نورو چارو كې هم بريالي او خوشاله وئ. يو ځل بيا د موږ او اورېدونكي پروګرام وخت رارسېدلى او اورېدو ته مو يې هركلى كوم، هيله ده تر پايه راسره پاتې شئ!

- د پروګرام په پيل كې دغه ليك ليك را اخلم چې له كابل څخه د عزيزي كلب مشر سيد اعظم عزيزي را استولى دى. لومړى يې د چين نړيوالې راډيو ټولو كاركوونكيو ته له سلامونو وروسته د پښتو څانګې له خوا د ورلېږل شويو توكيو د ترلاسه كولو ډاډ را كړى او بيا يې ليكلي: تاسې د افغانانو او چينايانو تر منځ د دوستۍ وسيله ياست، او خداى وكړي چې دغه دوستي تل تر تله ټينګه او پياوړې پاتې شي، ځكه چې، دى وايي، دغه دوستي د افغانستان په ټولو چارو كې د دواړو هېوادونو د وګړيو تر منځ همكاري او هم يوه ريښتيني او له قيد او شرط پرته دوستي ده. اورېدونكى عزيزي بيا د پښتو خپرونې ستاينه كوي او وايي: زه او زما د كلب غړي هر يو: سيد رحمان، سيد عبد الاحد، سيد اسد، سيد اكرم، سيد بهادر ناصري، آرزو جانه، منصور جان او عالمه جانه ستاسې همېشني اورېدونكي يوو او ستاسې ټول پروګرامونه مو خوښېږي او هم دلته ډېر مينه وال اورېدونكي لري. بيا زياتوي: تاسې چې له پښتو ژبې سره دومره مينه لرئ او په غوره ډول د خپلو پروګرامونو په جوړولو كې زيار باسئ موږ، دى وايي، ډېره ډېره مننه كوو. اورېدونكى عزيزي د خپل ليك په پاى كې وايي: دوه مياشتې كېږي چې (پښتو هېنداره) نه ده رارسېدلې، هيله كوم ژر يې راولېږئ. نو ښاغلى عزيزي، ښايي تاسو ته معلومه وي چې پښتو هېنداره درې مياشتنۍ مطبوعاتي خپرونه ده، اتمه ګڼه يې اوس له چاپه راوتې، او اورېدونكيو ته استول كېږي، تاسو به يې هم په نژدې راتلونكي كې ترلاسه كړئ، ستاسو د نورو په زړه پورې ليكونو په هيله.

- د خوست ولايت د عليشېرو ولسوالۍ د جونو غونډۍ له يوراج كلب څخه اورېدونكى اصيل الرحمن عرفان په خپل ليك كې لومړى د چين نړيوالې راډيو ټولو كاركوونكيو ته سلامونه ويلي او بيا يې ليكلي:ستاسو پروګرامونه ډېر په زړه پورې او ګټور دي، موږ يې په ډېر شوق سره اورو، ځكه چې، دى بيا د خپل مطلب خبره كوي، چې ليكونه مو په ډېر ښه وخت او نوبت سره خپرېږي. اورېدونكي عرفان بيا د مقاليديار يو غزل هم رالېږلى چې يو څو بيتونه به يې ورته ولولو:

لكه داوړي غنم لمر پخوي داسې صنم زما پرهر پخوي

يار په ما هر وخت ازمينې كوي لكه فنكار چې خپل هنر پخوي

لوى او واړه، واړه رقيبان شول راته څوك مې سينه څوك مې ځيګر پخوي

- له همدغه ځاى خوست ولايت عليشېرو ولسوالۍ د جونو غونډۍ په صبريو كلي كې د يوراج كلب مشر محمد شفيق مقاليديار هم يو ليك را استولى دى. لومړى يې سلامونه ويلي او بيا يې ليكلي: د پښتو څانګې ګرانو همكارانو، ډېره ډېره مننه كوم چې تاسو له اورېدونكيو څخه د كلبونو په باره كې معلومات غوښتي دي، زه هم، دى وايي، د يو كلب غړى او مشر يم. زموږ كلب د عليشېرو ولسوالۍ د جونو غونډۍ د صبريو كلي په يوه ليرې او غرنۍ سيمه كې دى. نن سبا، دى زياتوي، زموږ د كلب د غړيو شمېر نژدې شپږ دېرش تنو ته رسېدلى او بنسټ يې د 2002 كال د دسمبر په درويشتمه نېټه ايښودل شوى دى. بيا وايي: په لومړيو كې زموږ د كلب مشر محمد شفيق يوراج و او د غړيو شمېر مو نهو تنو ته رسېده. خو په هغه وخت كې، دى ليكي، يوراج صاحب دوبۍ ته مساپر شو، او څو ورځې ورسته د كلب د غړيو په مشوره د مشرۍ دنده ما ته راوسپارل شوه. د يوراج كلب مهم او په زړه پورې كار كېدى شي، نوموړى وايي، په يوه بله ولسوالۍ كې د بابكر خېل په نامه د يو كلب پرانيستل وي، او دغه راز د يوراج كلب، دى وايي، د زه او د چين نړيوالې راډيو په معلوماتي مسابقه كې دوهمه جايزه ګټلې وه. اورېدونكى شفيق مقاليديار په پاى كې د ستونزو يادونه كوي او ليكي: د يوراج كلب تر مخ مهمه ننګونه د خلكو تر منځ د ليك لوست نشتوالى دى، زموږ د كلب، دى وايي، دوه پر درې برخه غړي نالوستي دي خو موږ كوشش كوو چې د كلب ټول غړي مو لوستي شي. موږ هم اورېدونكي مقاليد يار خان ته په خپلو پلانونو كې د برياليتوب هيله كوو، چې د خپلو ملګريو او بيا د خپلې سيمې د وګړيو ترمنځ د لوست او پوهې د خپراوي لپاره خدمت وكړي.

- له همدغه ځاى څخه عليشېرو ولسوالۍ د جونو غونډۍ له صبريو كلي څخه د يوراج كلب غړى احسان الله خوشبين په خپل ليك كې له سلامونو وروسته د خپل تخلص د بدلون يادونه كوي او وايي چې له دې وروسته د خوشبين پر ځاى سمسور صبرى تخلص كوي. بيا ليكي: زه ستاسو پروګرامونه د زړه په غوږونو سره اورم او ډېر زيات خوند راكوي. اوس په دې لټه كې يم، دى زياتوي، چې تاسو ته يو قلمي همكار ومومم، زما ملګري غواړي تاسو ته ليكونه در واستوي، خو له بده مرغه، دى وايي، په ليك ليكلو نه پوهېږي. بيا د خپلو ملګريو نومونه ليكي او وايي: زما ملګري هر يو غازي رحمان، عابد رحمان، آصف رحمان، فريد رحمان او نويد رحمان غواړي چې ليك ليكل زده كړي او په راتلونكي كې تاسو ته ليكونه درواستوي.

- له همدغه ځاى څخه د اورېدونكي سمسور صبري ملګري فرازالدين هم يو ليك را استولى او له سلامونو وروسته يې ليكلي: زه د يوراج كلب نوى غړى يم، او دا مې لومړى ليك دى چې تاسو ته يې در استوم. د ليك پاكټ مې، د ى وايي، ملګري احسان الله سمسور راكړ او ويې هڅولم چې تاسو ته ليكونه درواستوم. ستاسو پروګرامونه په ډېر شوق سره اورم، كله چې راډيو ولګوم، او بيا ستاسې خبرې واورم نو زړه مې ډېر خوشاله شي، او كه يې وا نه ورم نو ډېر خپه وم. نو له همدې امله، اورېدونكى فراز الدين زياتوي، تاسې مې دغه ليك وليكه چې د موږ او اورېدونكي پروګرام كې يې خپور كړئ. نو فراز الدين خانه، دا دى موږ دې هم ليك خپور كړ، هيله ده اورېدلى دې وي، پرې خوښ شوى وې او نور ليكونه هم راولېږې.

- په مانسهره كې د اچړيانو له درېيم شمېره كمپ څخه اورېدونكى عبد الكبير محمدي په خپل ليك كې لومړى د چين نړيوالې راډيو كاركوونكيو ته سلامونه او نېكې هيلې وړاندې كوي او بيا سمدلاسه ليكي: د ګلانو ټاپې او د چين د ځوانانو د پهلوانۍ او كراټې په زړه پورې ويډيو كسټ راولېږئ، ډېره مهرباني به مو وي. بيا ليكي: پښتو هېنداره لولو، ټول مضامين يې په زړه پورې دي، په لوستلو سره يې زموږ په معلوماتو كې نوره اضافه هم وشوه، په راتلونكي كې، نوموړى زياتوي، د ګران افغانستان او چين ولسي جمهوريت تر منځ د ښو او دوستانه اړيكو غوښتونكي يوو. اورېدونكى محمدي د خپل ليك په پاى كې ليكي: غواړم پښتو هېنداره د يوې ښكلې او په زړه پورې مجلې په بڼه چاپ او اورېدونكيو ته وړاندې كړئ، ځكه، دى يې دليل وايي، چې د يو كتاب په توګه يې خلكو ته ساتنه آسانه وي.

- اوس نو درنو اورېدونكيو بيا پروګرام خپل پاى ته نژدې شوى او د موسيقۍ وخت دى نو راځئ چې دا ځل د زيك افريدي په غږ يوه سندره واورو.

درنو اورېدونكيو د زيك افريدي سندره مو واورېده، په همدې سره د موږ او اورېدونكي پروګرام هم پاى ته ورسېد، تاسې كولى شئ پر دغه پروګرام سربېره زموږ نور پروګرامونه د انټرنېټ له لارې هم ولولئ او واورئ. زموږ د وېبپاڼې پته ده: https://pushtu.cri.cn

هيله ده زموږ سره د خپلو نظرونو شريكولو او خپرونې په اړه د وړانديزونو لپاره زموږ د برېښنا ليك په دې پته تماس ونيسئ: pushtu@chinabroadcast.cn

او كه غواړئ چې د ليك له لارې زموږ سره تماس ونيسئ نو كولى شئ چې په اسلام آباد كې زموږ په دې پته ليكونه راواستوئ:

G. P. O. Post Box No. 2017

اسلام آباد، پاكستان