د چين نړيوالې راډيو د خبر له مخې، د کوريا جمهوريت د بهرنيو چارو او سوداګرۍ وزارت وياند چو هی يونګ د جولای په دوه ويشتمه نېټه وويل اوس د دغه هېواد حکومت له څو لارو د افغانستان له هغې وسله والې ډلې سره د اړيکيو ټينګولو هڅه کوي چې کوريايان يې يرغمل نيولي دي او هيله لری چې د يرغملانو د خوشی کېدو د شرايطو په اړه پوهاوی تر لاسه کړي.
نوموړي وويل د کوريا جمهوريت به د اړوندو معلوماتو له تر لاسه کولو وروسته تر خپلې وسې پوری په ډاډمنه توګه د يرغملانو د خوشی کولو لپاره کوښښ وکړي. ده زياته کړه د دغه هېواد د بهرنيو چارو او سوداګرۍ وزارت لومړی مرستيال ښاغلی چو جونګ پيو به د افغانستان د بهرنيو چارو د وزير په ګډون له يو شمېر چارواکيو سره وګوری چې په همدې ورځ کابل ته رسېدلی دی.