د سين هوااژانس د خبر له مخې: د پاکستان يو ټلويزيون د جولای په پنځه ويشتمه نېټه خبر ورکړ چې د طالبانو يو مشر ملا نعمت الله په همدې ورځ سهار د دغه هېواد په جنوب لويديځ سرحدی سيمه کې د يو بريدپه ترڅ کې ووژل شو.
د خبر له مخې: نوموړي يوه ورځ مخکې د پاکستان په جنوب لويديځ د بلوچستان ولايت په چمن ښار ګوټی کې د خپل ورور له کور څخه ليدنه وکړه. نوموړی بيا د روانې مياشتی په پنځه ويشتمه نېټه سهار بير ته کور ته پر لار د وسله والو کسانو له بريد سره مخامخ شو.