د چين د نړيوالې راډيو د خبر له مخی، د افغانستان د غزنی ولايت د پوليسو ادارې مشر علی شاه احمدزی د جولای په ٢٦ نېټه سهار وويل : د کوريا جمهوريت له ٢٣ تنه يرغملانو څخه يو تن وژل شوی او نور ٢٢ تنه لا تر اوسه ژوندی دي ٠ ښايی چې دوی په ٢٦ نېټه خوشی شی٠
هغه وويل : دغه ٢٢ تنه يرغملان لا تر اوسه هم له طالبانو سره دي، د اړوندو څانګو او طالبانو ترمنځ خبرې اترې په سالم ډول دوام لری او ښايی چې دغه يرغملان په ٢٦ نېټه خوشی شی٠
د کوريا جمهوريت د جمهوری ماڼۍ وياند چيون هو سيون په همدې ورځ اعلان وکړ چې د پيښی د ستونزمنتيا له امله د کوريا جمهوريت حکومت پريکړه کړې چې د جمهوري ماڼۍ چارواکی بايک جونګ چون د ولسمشر د ځانګړی استازی په توګه افغانستان ته سفر وکړی چې د يرغملانو د مسئلې د ژر تر ژره حل لپاره د افغانستان له حکومت سره له نژدی همکاری وکړی٠