د سين هوااژانس د خبر له مخې: په افغانستان کې د امريکا په مشرۍ ائتلافی ځواکونو د جولای په ٢٦مه نېټه د يوی مطبوعاتې اعلاميی په خپرولو سره وويل د دغه هېواد ملي پوځ او ائتلافی ځواکونو د افغانستان په جنوب د هلمند په ولايت کې له طالبانو سره د يوې جګړې په ترڅ کې پنځوس تنه وسله وال طالبان ووژل شول.
په اعلاميه کې ويل شوی چې د افغانستان ملی پوځ او ائتلافی ځواکونه د روانې مياشتی په ٢٥مه نېټه د هلمند ولايت د موسی کلا په سيمه کې وسله والو طالبانو له بريد سره مخامخ شول او ورپسی يې د طالبانو پر شپږو ځايونو ځمکنی او هوايی بريدونه وکړل.
په اعلاميه کې دا هم ويل شوی چې د روانې مياشتی له ٢٢مې نيټې راهيسی د افغانستان ملي پوځ او ائتلافی ځواکونو په همدې سيمه کې ١٦٠ تنه وسله وال طالبان وژلي دي.