د چين نړيوالې راډيو د خبر له مخې، د افغانستان د وسله والو طالبانو وياند قاری يوسف احمدی د جولای په شپږويشتمه نېټه وويل طالبانو د کوريايی يرغملانو مسئلې په اړه د خبرو اترو وروستی وخت د اووه ويشتمې نېټې دوولسو بجو ته ځنډولی دی چې د خبرو اترو له پايلې سره سم به د يرغملانو برخليک وټاکي.
نوموړي وويل اوس طالبان پر خپلې پخوانۍ غوښتنې ټينګار کوي چې لومړی د اته تنه کوريايی يرغملانو په خوشی کولو سره اته تنه بندی شوي طالبان خوشی شي.
د افغانستان د غزنی ولايت د پوليسو ادارې مشر علی شاه احمدزي د شپږويشتمې نېټې په سهار وويل د کوريايی يرغملانو په اړه په خبرو اترو کې يو شمېر مسئلې موجودې دي. د دغه هېواد د کورنيو چارو وزارت چارواکيو په همدې ورځ څرګنده کړه چې اوس حکومت د طالبانو پر غوښتنو غور کوي.
د افغانستان د خبری رسنيو په وينا د وسله والو طالبانو نوی پوځی مشر منصور داد الله څو ورځې دمخه امر وکړ چې په دغه هېواد کې ټول بهرنيان د تښتولو او يرغمل نيولو موخه ده.