<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2007-07-28 18:09:00    
موږ او اورېدونكي

cri

- د پروګرام په پيل كې دغه ليك را اخلم چې له مانسهرې څخه د خراسان كلب غړي محمد اويس امين را استولى دى. لومړى يې سلامونه ويلي او بيا يې ليكلي: ستاسو خپرونه اورو او ډېره مينه ورسره لرو، د چيني ژبې لوست او موږ او اورېدونكي پروګرامونه مو ډېر خوښ دي او په ډېر شوق سره يې اورو. بيا زياتوي: د چين نړيوالې راډيو د پاكستان او چين تر منځ دوستي نوره هم ټينګه كړې ده، دغه دوستي ډېره لرغونې ده او تل به دوام لري. اورېدونكى اويس امين بيا په خپل ليك كې د صوبه سرحد د زلزلې يادونه كوي او ليكي: په سيمه كې يوازې نژدې 15 سلنه كورونه پاتې شوي دي، چين دلته د ژوند چارو په بيا سمبالښت كې، دى وايي، ډېره مرسته كړې او د پاكستان وګړي به د چين دغه ښېګڼه هېره نه كړي، چين دلته ښوونځي پيل كړي او خلكو ته په كې چيني ژبه ښيي، او خلك په ډېره مينه او شوق سره ورځي. ده بيا د خپل ليك په پاى كې د مطبوعاتو، پاكټونو او عكسونو وراستولو غوښتنه كړې ده.

- دغه بل ليك هم له همدغه ځاى څخه د لغمان كلب مرستيال قسيم الله همدرد را استولى او ليكي: زه او زما ملګري هر يو فضل الله عمري، لقمان الله عمري، شاكر وطنپال، شمس الاسلام زرقاوي، سيد احمد احمدي، سراج الحق ديوانه او فدا محمد فدا تاسو ته خپل سلامونه وايوو. موږ ټول د لغمان كلب غړي يوو، ستاسې خپرونې تل اورو، او ټول پروګرامونه مو ښه او خوندور دي. نوموړى بيا ګيله كوي او وايي: زه له سي آر اى راډيو څخه خپه يم، شپږ مياشتې كېږي چې ستاسې له خوا موږ ته هېڅ مطبوعات نه دي را رسېدلي، بيا پوښتنه كوي چې تاسې له دې وروسته موږ ته خپرنيز توكي نه را استوئ كه څنګه؟ نو قسيم الله همدرد، موږ ټولو اورېدونكيو ته مطبوعات او خپرنيز توكي استوو، هيله ده د دغه ليك له خپرېدو مخكې تاسو ته هم زموږ له خوا مطبوعات در رسېدلي وي، ګيله مو لرې شوي او هم له دې وروسته خپه نه وئ.

- دغه راز له مانسهرې څخه د خراسان كلب مشر نثار احمد احمدي په خپل ليك كې د چين نړيوالې راډيو كاركوونكيو ته سلامونه ويلي او بيا يې ليكلي: ستاسې ټول پروګرامونه د ستاينې وړ دي او د نورو راډيو ګانو په پرتله، دى وايي، ډېر ارزښتناك دي. ستاسې په پروګرامونو كې ډېر معلومات نغښتي وي، موږ يې په ډېر شوق او ذوق سره اورو او ډېره علاقه ورسره لروو، په تېره بيا، دى ليكي، د چيني ژبې لوست، موږ او اورېدونكي، بهرنيان په چين كې، د سپورټ نړۍ، چين ته كتنه، ژوند په چين كې او همداسې نور زيات پروګرامونه مو په زړه پورې او د ستاينې وړ دي. نوموړى بيا د دغه شان ښكليو پروګرامونو جوړولو لپاره د پښتو خپرونې د كاركوونكيو له زياتو كوششونو څخه مننه كوي، او بيا د پښتو خپرونې لپاره د لا نور برياليتوب هيله او دعا كوي. اورېدونكي نثار احمد احمدي بيا د خپل كلب په اړه اوږده معلومات ليكلي او وايي چې د كلب د غړيو شمېر يې نژدې يو سل او لسو ته رسېږي او ټول تاسو ته ليكونه در استوي، لس سلنه يې، دى وايي، ښځينه اورېدونكې دي، چې ښځينه غړيو اوس، دى ليكي، زما په لارښوونه د پاك افغان په نامه يو بل كلب جوړ كړى دى او د غړيو شمېر يې نژدې پنځوس تنوته رسېږي.

- دغه راز د خراسان كلب يو بل غړى نياز علي خان په خپل ليك كې لومړى د چين نړيوالې راډيو كاركوونكيو ته سلامونه وايي او بيا ليكي: ستاسو پروګرامونه په سمه توګه اورم، خو ليكونه مې ډېر نه دي درلېږلي، ستاسو له راډيو سره مې مينه ده خو كارونه راباندې درانه دي او له همدې امله مې، دى وايي، ليكونه نه شوى درلېږلى، خو له دې وروسته به زيات ليكونه درلېږم. بيا يې د خپلو ملګريو هر يو: آصف علي خان، طارق الله همدرد، اسامه امين، عامر تسليم، حمزه تسليم، داد محمد، راز محمد، عبد الكبير محمدي، محمد نويد اعجازي او عبيد الله صديق نومونه ليكلي او وايي موږ ټول د خراسان كلب غړي يوو. ستاسو له راډيو سره مو مينه ده، خو وخت يې ډېر كم دى، وخت يې بايد زيات شي.

- له مانسهرې څخه يو بل اورېدونكى لطف الله عمري هم په خپل ليك كې د سي آر آى راډيو كاركوونكيو ته سلامونه وايي، او ليكي: زه د لغمان كلب غړى يم، له خپلو نور ملګريو سره يو ځاى ستاسې خپرونې په مينه او شوق سره اورو، پروګرامونه مو، دى زياتوي، ډېر په زړه پورې او ګټور دي، بيا د خپرونې وخت د زياتوالي هيله كوي. نوموړي د خپل ليك په پاى كې د پاكټونو پر وراستولو ټينګار كړى دى.

- له همدغه ځاى مانسهرې له اچړيانو كمپ څخه د خراسان كلب غړي عبد الكبير محمدي ځوان ليك را استولى دى. لومړى يې د چين نړيوالې راډيو ټولو كاركوونكيو ته سلامونه او نېكې هيلې وړاندې كړې او بيا يې ليكلي: د پښتو هېندارې نوې ګڼه مو ولوستله، ټولې ليكنې يې په زړه پورې وې او په لوستلو يې زموږ په معلوماتو كې نوره اضافه هم وشوه. اورېدونكى محمدي زياتوي: په راتلونكي كې د ګران افغانستان او د چين ولسي جمهوريت ترمنځ د ښو او دوستانه اړيكو غوښتونكي يوو. نوموړي د هر ځل په شان د خپل ليك په پاى كې غوښتنه كړې چې پښتو هېنداره د يوې مجلې په بڼه چاپ او لوستونكيو ته وړاندې كړئ.

- د مانسهرې له حاجې آباد څخه د افغان كلب مسئولې نسيمې شفق په خپل ليك كې د سي آر آى راډيو كاركوونكيو په تېره بيا سپوږمۍ ته سلامونه ويلي او بيا يې ليكلي: له ما سره ملګري دي هر يو نصرت الله نصرت، عرفان الله عرفان، احسان الله احسان ايوبي او ليلا رحيمي، موږ ټول ستاسې خپرونې ښې په شوق او ذوق سره اورو، او ټول پروګرامونه مو، دا وايي، دېر خوندور دي. بيا زياتوي: د تېر جون مياشتې په لومړۍ نېټه موږ ټولو اورېدونكيو يوه وړوكې غونډه وكړه چې نژدې شل تنه اورېدونكيو په ګډون وكړ. په غونډه كې مو لومړى، دا ليكي، د خپل كلب نوم چې پخوا ډي اېف و په افغان كلب بدل كړ، بيا زياتو ګډون كوونكيو ستاسې پروګرامونه ښايسته او په زړه پورې وبلل خو د خپرونې وخت د كموالي له امله ډېرى اورېدونكيو، نوموړې زياتوي، د وخت د زياتوالي غوښتنه كوله او دا يې هم ويل چې سي آر آى بايد يو داسې ځانګړى پروګرام پيل كړي چې له اورېدونكيو سره په كې مركې وكړي. اورېدونكې نسيمه شفق د خپل ليك په پاى كې وايي: د غونډې ټولو ګډون كوونكيو له سي آر آى څخه د لا زياتو مطبوعاتو لېږلو غوښتنه كوله. موږ هم د اورېدونكې نسيمې شفق له ليك مننه كوو، هيله ده هر وخت د خپل كلب غونډې او فعاليتونه ولرئ او موږ ته يې په اړه وليكئ، موږ ټولو اورېدونكيو ته د پښتو خپرونې مطبوعات ورلېږو، ستاسې د برياليتوب او لا نورو ليكونو په هيله.

- اوس نو درنو اورېدونكيو بيا د پروګرام د پاى شېبې دي او د موسيقۍ وخت دى نو راځئ چې دا ځل د نغمې په غږ يوه سندره واورو.

درنو اورېدونكيو د نغمې سندره مو واورېده، په همدې سره د موږ او اورېدونكي پروګرام هم پاى ته ورسېد، تاسې كولى شئ پر دغه پروګرام سربېره زموږ نور پروګرامونه د انټرنېټ له لارې هم ولولئ او واورئ. زموږ د وېبپاڼې پته ده: https://pushtu.cri.cn

هيله ده زموږ سره د خپلو نظرونو شريكولو او خپرونې په اړه د وړانديزونو لپاره زموږ د برېښنا ليك په دې پته تماس ونيسئ: pushtu@chinabroadcast.cn

او كه غواړئ چې د ليك له لارې زموږ سره تماس ونيسئ نو كولى شئ چې په اسلام آباد كې زموږ په دې پته ليكونه راواستوئ:

G. P. O. Post Box No. 2017

اسلام آباد، پاكستان

تر بلې اوونۍ مو په لوى څښتن سپارم، هر چېرې چې وئ روغ او خوشحاله اوسئ.