دا د چين نړيواله راډيو ده ، ګرانو اورېدونکو، اسلام عليکم ! د چينی او بهرنۍ موسيقۍ پروګرام په دغې کړۍ کی به تاسو ته د چين د مشهورې سندرغاړې تان جينګ له خوا ويل شوی چينی ولسی سندری وړاندی کړو٠
( سندره ١ )
ګرانو اوريدونکو، تاسو همدا اوس د تان جينګ له خوا ويل شوی د شينجيانګ يوه ولسی سندره واوريده چی نوم يی وو د ځوانې نڅا سندره٠ دغه سندره خلکو ته خبرورکوی چی د ځوانۍ موده په چټکۍ سره تيريږی او بايد خپل وخت ښه تير کړی٠
تان جين د چين د شمال په منځنی برخه شان شی ولايت د هو ما په ښار کی زېږېدلی ده او په ٨ کلنۍ کی يی د پيانو غږول ور څخه زده کړل او په ١١ کلنۍ يی له خپلې مور څخه د سندرو ويلو زده کړه وکړه٠ په ١٩٩٤ کال کی تان جين د چين د موسيقی په پوهنځی کی د ولسی سندرو ويلو زده کړه وکړه او څلور کلونو وروسته يی د چين د ولسی ازادی بښونکی اردو د سندرو او نڅا په ډله کی د يوی ځانګړی سندرغاړی په توګه شامله شوه٠
( سندره ٢ )
ګرانو اوريدونکو، تاسو همدا اوس د تان جين له خوا ويل شوی د يون نان ولايت يوه ولسی سندره واوريده چی نوم يی وو د کوچنی سيند اوبه٠ د پروګرام په پای کی به موږ په ګډه د تان جين له خوا ويل شوی د چينګ های يوه خوندوره ولسی سندره واورو چی نوم يی دی ګلان او ځوانان٠
( سندره ٣ )
ګرانو اوريدونکو، د خوندورو سندرو په اورېدو سره د چينی او بهرنۍ موسيقۍ د پروګرام نننۍ کړۍ په همدي ځای پاي ته ورسېده ! روغ او خوشحاله اوسئ!