د سين هوا اژانس د خبر له مخې، د افغانستان ولسمشر حامد کرزي د جولای په نهه ويشتمه نېټه د ولسمشری په ماڼۍ کې د کوريا جمهوريت د ولسمشر له ځانګړي استازي بيک جونګ چون سره د کوريايی يرغملو پېښې د حل و فصل پرس يو ساعت خبرې اترې وکړې.
دا د جولای په اووه ويشتمه نېټه کابل ته د بيک جونګ چون له رسيدو وروسته، له حامد کرزي سره لومړۍ خبرې اترې وې. د يو تن افغان چارواکي د جولای په نهه ويشتمه نېټه وويل بيک جونګ چون له دغه هېواد څخه غوښتنه وکړه چې د يرغملو امنيت ساتنې ته لومړی اهميت ور کړي.
د يو بل خبر له مخې، د کوريا جمهوريت د يرغملو په اړه د افغانستان د حکومت او طالبانو تر منځ خبرې اترې لا هم دوام لري، خو تر اوسه پروی هېڅ کومې موافقې ته نه دې رسيدلی.