د سين هوا اژانس د خبر له مخې، د بريتانيا د دفاع وزارت د جولای په دېرشمه نېټه اعلان وکړ چې په افغانستان کې د بريتانيا د سمندری کوماندو ځواک يو سرتيری په نهه ويشتمه نېټه د دغه هېواد په جنوب کې په يو بريد کې ووژل شو.
د دفاع وزارت وياند وويل د دغه سرتيري د مړينې خبر د ده کورنۍ ته ورکړی شوی او ځانګړی حالت به په راتلونکيو څليرويشتو ساعتونو کې خپور شی.
نوموړی څلورم بريتانوی سرتيری دی چې په تېره اوونۍ کې په افغانستان کې وژل کېږی. اوس په دغه هېواد کې د بريتانوی سرتيريو شمېر نژدی اووه زره او سل چې زيات يې د دغه هېواد په جنوب کې ميشت دي. د ٢٠٠١ کال په نومبر کې د طالبانو له راپرځېدو راهيسی اته شپېته تنه بريتانوي سرتيري په دغه هېواد کې وژل شوي دي.