د چين نړيوالې راډيو د خبر له مخې: د م م سرمنشی بان کی مون د جولای په ٣١مه نېټه د يوې اعلاميې په خپرولو سره د طالبانو له خوا د دوه تنه کوريايی يرغملانو وژل وغندل.
په اعلاميه کې دې ته اشاره شوی چې د طالبانو له خوا يرغمل شوی کوريايان له افغانانو سره د مرستې لپاره دغه هېواد ته تللی وو، دوی بايد له کورنۍ لانجې سره اړيکې و نه لري.
ښاغلي بان کي مون د وژل شويو يرغملانو له کورنيو سره خواخوږي څرګنده کړه او د هغو يرغملانو امنيت ته ډيره پاملرنه کوي چې لا تر اوسه هم يرغمل دي. په اعلاميه کې د يرغملانو د خوشی کولو لپاره د افغانستان حکومت د کوششونه ملاتړ هم شوی دی.