د سين هوااژانش د خبر له مخې: هند او پاکستان د جولای په ٣١مه نېټه په نوی ډيلی کې د اقتصادی او سوداګرۍ په برخه کې د سوداګرۍ وزارتونو د سکرترانو په کچه دوه اړخيزې خبرې اترې تر سره کړې چې په دغه برخه کې د دواړو هېوادونو تر منځ د همکارۍ اړيکی ټينګې شي.
د هند د صنعت او سوداګرۍ وزارت په همدې ورځ د يوې اعلاميې په خپرولو سره وويل د اقتصاد او سوداګرۍ په برخه کې د هند او پاکستان تر منځ اړيکې ټينګې شوی دی. د هند د سوداګريزو چارو وزارت سکرتر ګی کی پيلای وويل ښايی چې تر ٢٠١٠ کال پوری به د دواړو هېوادونو تر منځ د سوداګرۍ ارزښت لس مليارډ امريکايی ډالرو ته ورسيږي.