د سين هوا اژانس د خبر له مخې، د افغانستان خبری رسنيو د اګيست په لومړۍ نېټه خبر ورکړ چې د دغه هېواد پوليسو په همدې ورځ په غزنی ولايت کې د هغه څلورو افغان قاضيانو مړي وموندل چې لس ورځې مخکې د وسله والو طالبانو له خوا يرغمل شوي وو.
د افغانستان د پوليسو په وينا د څلورو قاضيانو مړي د غزنی ولايت په يو کلی کې موندلي چې د ټوپک په وسيلې يی وژل شوي دي.
د طالبانو وياند د اګيست په لومړۍ نېټه وويل چې دوی د جولای په يودېرشمه نېټه نوموړي قاضيان له دې امله وژلي چې دوی د افغانستان د حکومت لپاره کار کاوو