<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2007-08-02 18:15:52    
د ملي دوديزو نڅاګانو سره د مينې له امله مونږ سره يوځای کيږو

cri

دچين په پلازيمنه بيجينګ ښار کې د مرکزي ملي پوهنتون په نامه يو پوهنتون شته چې د چين د بيلابيلو قومونو يوشمير ځوانان زده کوونکي پکې د ملي دوديزو نڅاګانو سره د مينې له امله سره راغونډ شول او د ملي نڅاګانو د ننداره کولو لپاره يوه هنري ډله جوړه کړه٠ 

محترمو اوريدونکو ، دغه نغمه چې تاسو واوريدله د چين د نڅا د ننداره کولو سره د چين د وا قوم د موسيقي نغمه ده او نوم يې سي ګانګ لي دی ، سي ګانګ د وا قوم په ژبه کې د غار مانا او .؛ لي ؛ د وتنې مانا ده ، د دغې نڅا ننداره ورکوونکي د مرکزي ملي پوهنتون د ملي نڅاګانو د هنري ډلې غړي وو ، په دغه هنري ډله کې له اتيايمې سلنې څخه زيات غړي د ملي لږکۍ ځوانان دي ، او د دغې ډلې مشر تان ژوي اوس د دغه پوهنتون د تعليمي علم په څانګه کې زده کړه کوي ، هغه وويل 

زمونږ هنري ډلې له جوړيدو راهيسي يوولس کاله تيرکړی دی چې ټول غړي يې زده کوونکي دي ، دوي د اويغور، مغول ، تبت يي ، دای ، هاني او خوي قومونو په ګډون د څه باندې شلو قومونو ځوانان دي ، دوي د نڅاګانو سره د مينې له امله سره راغونډ شول

ځوان زده کوونکي تان ژوي د چين د جنوب لويديځ د يون نان له ولايت څخه راغلی دی ، دی د هاني قوم هلک دی ، هغه وويل يوولس کاله مخکې دغه هنري ډلې

د تمريناتو ځای هم نه درلود ، خو اوس دوي خپل د تمرينولو لوي او روښانه تالار لري ، دغه هنري ډله تل د چين د يون نان ، تبت ، هانګکانګ او مکاو په شمول زياتو سيمو ته ځي او نندارې ورکوي ، د روان کال د مې په مياشت کې د چين غيږي ته د هانکانګ د بيرته راتګ د لسمې کاليزې د لمانځنې لپاره دغه هنري ډلې د هانګکانګ په مختلفو پوهنتونونو او منځنيو ښوونځيو کې يوه اوونيزې هنري نندارې ورکړې ، دغې هنري ډلې د چين د ملي لږکيو رنګارنګې په زړه پورې ملي او عصري نڅاګانې د هانکانګ خلکو په وړاندې وښودلې ، د دغې هنري ډلې غړې او د خوي قوم نجلۍ زده کوونکې چين شان وويل  هغه نڅا چې مونږ په هانکانګ کې کوله جايزه ترلاسه کړې وه چې نوم يې و د کوکنارو اوښکې ، له دغې نڅا څخه دا څرګنده شوې چې د نشه يې توکيو استعمال خلکو ته ډېر زيات زيانونه رسوي ، هغې زياته کړه چې د چين د ملي لږکيو سيمو د رسم رواجونو څرګندول د دغې هنري ډلې غوره والی دی ، دغه هنري ډله د چيني ملت د کورنۍ په نامه يوه دايمي نڅالري چې د دغې ډلې له جوړيدو راهيسي تل ښودل کيږي ، په دغه نڅا کې د چين د بيلابيلو قومونو د ملي دوديزو نڅاګانو هنري عناصرشامل دي ، دغه نڅا نه يوازې د هنري ډلې يوه نمونوي نڅا ده بلکې د دغه پوهنتون د بيلابيلو قومونو د ځوانانو زده کوونکوترمنځ د يووالې يوه نښه هم ګڼل کيږي ، د دغې هنري ډلې غړي او د هاني قوم زده کوونکي هوانګ مين وويل  د ميني ملت کورنۍ په نامه نڅا کې د چين د مختلفو قومونو د نڅاګانوځانګړتياوې شاملې دي ، دغه نڅا د بيجينګ ښار د پوهنتونونو د زده کوونکيو د هنري نندارو په لومړنۍ غونډه کې وښودل شوه او لومړۍ جايزه يې وګټله ، هغه زياته کړه چې د دغه هنري ډلې غړي د چين د مختلفو سيمو او د بيلابيلو قومونو په تيره بيا د تبت ، او يونا په شمول د چين د جنوب لويديځې سيمې د ملي لږکيو ځوانان دي ، له پخوا راهيسي د دغو قومونو خلک د سندرو ويلو او نڅاکولو سره ډېره مينه لري ، ډېر خلک له کوچنيتوب څخه د سندرو او نڅاګانو په بدرګه لويان کيږي ،

ګرانو دوستانو د چين د مرکزي ملي پوهنتون د ملي نڅاګانو هنري ډلې زياتره غړي د دغه پوهنتون زده کوونکي دي او په ځانګړي توګه يې د نڅاکولو مهارت نه دی زده کړی ،خو په دغه هنري ډله کې له شامليدو وروسته د تمريناتو او کوششونو له ﻻرې دوي ښې ښې او ښکلې نڅاګانې کولای شي ،

د ملي نڅاګانو سره د مينې له امله دغه ځوان زده کوونکي چې پخوا يو له بل سره اشنا نه وو راغونډشوي او د چين د بيلابيلو قومونو ترمنځ يووالی او تاده احساسات د هنري ننداره ورکولو له لارې څرګندوي ،

ګرانو اوريدونکو زمونږ ننني پروګرام په همدې ځای پاي ته ورسيد ، نيکمرغه او خوشاله اوسئ ،