<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2007-08-04 20:25:30    
موږ او اورېدونكي

cri
عمران – سلامونه او نېكې هيلې قدرمنو اورېدونكيو! زه امان الله عمران ستاسې د بشپړې روغتيا او نېكمرغۍ په هيله بيا هم د موږ او اورېدونكي پروګرام كې درسره ملګرى يم، هيله من يم چې د ژوند په نورو چارو كې هم بريالي او خوشاله وئ. د پروګرام اورېدو ته مو هركلى كوم، هيله ده تر پايه راسره پاتې شئ!

- د پروګرام په پيل كې يو برېښناليك را اخلم چې د يو اورېدونكي له خوا رارسېدلى او ليكي: زه عطاالرحمن فاروقي د بغلان ولا يت د پلخمري ولسوالۍ د باغ شمال د ملايانو کلي اوسېدونکى يم، خپل سلامونه د چين نړيوالې راډيو ټولو کارکونکيو ته وړاندې کوم. بيا پوښتنه كوي او ليكي: د چين لوى ديوال څومره اوږدوالى او څومره جګوالى او هم څومره سور لري؟ ماته په دې باره کې پوره معلومات راکړئ! بيا بله پوښتنه كوي او وايي:

آيا دا ريښتيا ده چې په چين کي يو رستورانت دي او په هغه کې واړه ماشومان حلالېږي او دهغوى غوښې خلک خوري؟ په دې باره کې ماته معلومات راکړئ؟

نو د اورېدونكي عطا الرحمن فاروقي د لومړۍ پوښتنې په ځواب كې كه څه هم ډېر ځله مو د چين د لوى دېوال په اړه بېلا بېل پروګرامونو ځانګړي كړي خو بيا به هم په دې اړه لنډ معلومات وركړو: د چين لوى دېوال د نړى له سترو او شهكارو پروژو څخه شمېرل كېږي چې د تاريخي سندونو له مخې يې د جوړولو كار څه د پاسه دوه زره او اوه سوه كاله د مخه يا له ميلاد نه وړاندې په اوومه پېړى كې پيل شوى او په وار سره يې څه د پاسه شلو كوچينيو ملكونو او فيوډالي شاهي دولتونو په جوړولو كې برخه اخيستې ده. لومړی د څوو په نامه يو وړوکي ملک خپلو خاورو ته په شمال کې د صحرامېشتو يا کوچيانو او دښمنانو د ننوتلو د مخنيوي لپاره د يو غټ دېوال په جوړولو پيل وکړ. ورپسې د چي، يان، وۍ، جاو او چين په شمول وړوکيو ملکونو هم د څوو ملک په شان د خپلو غټو ديوالونو په جوړولو پيل وکړ. وروسته له هغه چې د چين په نامه يو غښتلي هېواد نور شپږ کوچيني ملکونه په خپل جوړښت كې سره راغونډ کړل، د چين لومړي امپراتور چې چين شه هوانګ نومېده، د خپل مشهور جنرال مونګ تيان په مشرۍ د يولښکر په لېږلو سره د هېواد په شمال کې پر هيونيانو بريد وکړ او بری يې وموند، په دې توګه دغه امپراتور د پخوانيو کوچينيو ملکونو لخوا جوړ شوي ديوالونه سره ونښلول چې اوږدوالی يې شپږ زره او اووه سوه کيلومترو ته رسېږي او په لوېديځ کې له لين ياو څخه په ختيځ کې د لياو نينګ تر ولايت پورې اوږد غځيدلی دی. د چين لوى دېوال چې اوس يې موږ ګورو ډېره برخه يې د مېنګ له امپراتوري لړى راپاتې ده، جګوالى يې په عمومي توګه لس مترو او سور پنځو مترو ته رسېږي، دېوال له ختيځ نه لوېديځ لور ته له غرونو او درو څخه ښكته او پورته تېرېږي، چې د چين د تاريخ، كلتور او پرمختګ شاهدي وركوي. دغه دېوال په 1987 زېږيز كال كې د م م د يونسكو سازمان له خوا د نړيوالو ميراثونو په لست كې شامل شو.

دا وو د چين د لوى دېوال په اړه لنډ معلومات، پاتې شو د رستورانت په اړه د ښاغلي فاروقي پوښتنې ته ځواب، نو ده ته وايوو چې په چين كې داسې يو رستورانت نه شته چې په هغه كې ماشومان حلالېږي بيا خوړل كېږي، چين په بشپړه توګه بشري حقوقو ته پر درناوي ولاړ دى، او په هېواد كې له بشري حقوقو څخه سرغړونو ته هېڅكله اجازه نه وركوي.

- له مانسهرې څخه د لغمان كلب غړى صدام عمر عمري په خپل ليك كې لومړى د سي آر آى راډيو كاركوونكيو ته سلامونه وايي او بيا ليكي: زه ستاسې ټولې خپرونې اورم، ټولو پروګرامونه مو په زړه پورې او ګتور دي، موږ او اورېدونكي، ژوند په چين كې او خبرونه مو ډېر خوښېږي. اورېدونكى صدام عمر د خپل ليك په پاى كې وايي: دا زما اتم ليك دى چې تاسو ته يې دراستوم، خو ستاسې له خوا ليكونه نه راځي. نوموړى بيا د پاكټونو ورلېږلو غوښتنه كوي.

- دغه بل ليك بيا اورېدونكې ليلا رحيمي را استولى دى. لومړى يې سلامونه ويلي او بيا يې ليكلي: له ما سره مې ملګري دي: نسيمه شفق، احسان الله احسان، عرفان الله عرفان او نصرت الله نصرت. بيا زياتوي: زه له سي آر آى راډيو څخه ګيله منه يم، دا زما څلورم ليك دى چې تاسو ته يې در استوم، خو ستاسو له خوا، دا وايي، يو ليك هم نه دى رارسېدلى. اورېدونكې ليلا رحيمي ليكي: دا زما لومړى ځل دى چې له كومې راډيو سره قلمي اړيكې ساتم، ما پخوا له كومې راډيو سره، دا وايي، قلمي اړيكې نه دي ساتلې.

- د بلوچستان په پښين كې له تراټې كلي څخه عبد الله جان ارماني د بدر الدين عزيزي، نصيب الله راجا او نورو په ملګرتيا لومړى سلامونه ويلي او بيا يې ليكلي: پروګرامونه مو ټول د ستاينې وړ دي، خو د موږ او اورېدونكي پروګرام دې ته وڅولو، دى وايي، چې ليكونه درولېږو، په پروګرام كې د اورېدونكيو ليكونه په ښه ډول خپرېږي او بيا د لا نور برياليتوب هيله كوي. اورېدونكى عبد الله جان ارماني د خپل ليك په پاى كې د پاكټونو، د تايوان په هكله معلوماتو، انځورونو او نورو معلوماتو ور استولو غوښتنه كړې ده.

- دغه ليك بيا له كوهاټ څخه د هاشمي كلب مشر رحمان هاشمي را استولى او د خپل ملګريو هر يوه عبد الله هاشمي، زاهد هاشمي، امين هاشمي، نعمت هاشمي، عبيد هاشمي او آصف هاشمي سره يو ځاى يې د سي آر آى راډيو ټولو كاركوونكيو ته سلامونه ويلي او بيا يې ليكلي: ډېر وخت وروسته تاسو ته ليك در استوم، د پښتو خپونې پروګرامونه مو، دى وايي، ډېر خوښېږي. نوموړي بيا يو وړانديز كړى او ليكلي يې دي: هيله ده د پښتنو لپاره يو ځانګړى پروګرام جوړ شي، دا به يو ډېر ګټور ګام وي. بيا يې د خپل ليك په پاى كې د نويو مجلو ور استولو غوښتنه كړې ده.

- له مانسهرې څخه اورېدونكى فضل الله عمري په خپل ليك كې لومړى د سي آر آى راډيو كاركوونكيو ته سلامونه وايي او بيا ليكي: زه د لغمان كلب مسئول يم، پر راډيو د نويو مسابقو په هكله له تاسو څخه غواړم چې زموږ كلب ته معلومات راكړئ، موږ غواړو، دى وايي، چې په دغو نويو مسابقو كې ګډون وكړو. له دې مخكې، نوموړى ګيله كوي، موږ ته په يوه مسابقه كې هم برخه نه ده راكړل شوې. د لغمان كلب د غړيو شمېر، نوموړى زياتوي، نژدې اويا تنو ته رسېږي چې ټول ستاسې خپرونې په ډېره مينه اوري. اورېدونكى فضل الله عمري خپلو ګيلو ته دوام وركوي اووايي: ستاسو له خوا اوس ليكونه ډېر كم شوي دي، زموږ د كلب غړي، نوموړى وايي، ټول ګيله من دي، درې څلور مياشتې كېږي چې موږ ته يو ليك هم نه دى رارسېدلى. نوموړي په خپل يو بل ليك كې د چين له نړيوالې راډيو سره د خپلې آشنايۍ كيسه كړې، چې څنګه يې لومړى راډيو اورېده او بيا يې له راډيو سره د خپلو ليكونو لړۍ پيل كړه. فضل الله عمري زياتوي: دى لومړى د آريانا كلب غړى و، چې د دغه كلب د غړيو په ډېرېدو سره يې خپل ځان ته د لغمان په نامه بل كلب جوړ كړ. بيا وايي دلته په مانسهره كې پخوا د چين نړيوالې راديو د اورېدونكيو يوازې يو كلب و، خو اوس يې شمېر درې څلورو كلبونو ته رسېدلى چې هر يو يې، دى وايي، له اويا څخه زيات غړي لري.

- د هريپور له شلم شمېره كمپ څخه د باختر كلب مشر كلب مشر سيد رحمن بهير په خپل ليك كې لومړى د چين نړيوالې راډيو كاركوونكيو ته سلامونه ويلي او بيا يې د خپل كلب په اړه معلومات ليكلي او وايي: د باختر كلب پنځه لس كاله پخوا زما د ورور خليل رحمن بهير له خوا جوړ شوى، په 2002 كال كې د كلب مشر خليل رحمن بهير او د كلب ډېرى غړي اروپا ته كډه شول او د كلب چارې، دى وايي، ماته راپاتې شوې. نوموړى بيا زياتوي: زه د خپل ژوند د ورځنيو چارو له امله د خپل ورور په پرتله ډېر ليكونه نه درلېږم. زما د كلب دغړيو شمېر، نوموړى وايي، زيات دى، خو ډېرى يې كوچيني زده كوونكي دي او له (پښتو هېندارې) زيات معلومات ترلاسه كوي. اورېدونكي سيد رحمن بهير بيا وړانديز كوي چې (پښتو هېنداره) مياشتنۍ شي، د اورېدونكيو نظرونه، د چين د مسلمانانو او د ولسمشرانو په اړه معلومات په كې خپاره شي او اورېدونكيو ته يې په منظمه توګه ور واستوئ.

- اوس نو درنو اورېدونكيو بيا د پروګرام د پاى شېبې دي او د موسيقۍ وخت دى نو راځئ چې سرفراز په غږ يوه سندره واورو.

درنو اورېدونكيو د سرفراز سندره مو واورېده، په همدې سره د موږ او اورېدونكي پروګرام هم پاى ته ورسېد، تاسې كولى شئ پر دغه پروګرام سربېره زموږ نور پروګرامونه د انټرنېټ له لارې هم ولولئ او واورئ. زموږ د وېبپاڼې پته ده: https://pushtu.cri.cn

هيله ده زموږ سره د خپلو نظرونو شريكولو او خپرونې په اړه د وړانديزونو لپاره زموږ د برېښنا ليك په دې پته تماس ونيسئ: pushtu@chinabroadcast.cn

او كه غواړئ چې د ليك له لارې زموږ سره تماس ونيسئ نو كولى شئ چې په اسلام آباد كې زموږ په دې پته ليكونه راواستوئ:

G. P. O. Post Box No. 2017

اسلام آباد، پاكستان

تر بلې اوونۍ مو په لوى څښتن سپارم، هر چېرې چې وئ روغ او خوشحاله اوسئ.