د چين د سن هوا اژانس د خبر له مخې: د روسيې د ماليې وزير اليکسی کدرين او د افغانستان د ماليې وزير انور الحق احدی د اګيست په شپږمه نېټه په مسکو کې د افغانستان لپاره د يوولس مليارډو امريکايې ډالرو پورونو د بښولو په اړه موافقه ليک لاسليک کړ.
له دې نه مخکې د روسيې د ماليې وزير مرستيال سيرګی ستورچاک څرګنده کړه: روسيې پريکړه وکړه چې د پاريس د کلب په چوکاټ کې د افغانستان د پورونو د بښولو په اړه د څو اړخيز موافقه ليک سره سم، په پوره توګه د افغانستان هغه پورونه وبښي چې له پخوانی شوروی اتحاد څخه پوروړی وو.