<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2007-08-09 19:28:05    
د تبت په خپلواکه سيمه کې د لوبا قوم د خلکو نوی ژوندون

cri

ګرانو اوريدونکو د پروګرام په ننني کړۍ کې به تاسو ته د چين د تبت په خپلواکه سيمه کې د لوبا قوم د خلکو د نوي ژوندون په باب يو لړ معلومات وړاندې کړو -

محترمو دوستانو ، د چين په لږکيو قومونو کې د لوبا قوم د له هغو قومونو څخه دی چې دخلکو شميريې ډېرکم دی ٠ د دغه قوم د خلکو د ژوندانه حالت د پيژندنې لپاره اوس مونږ سره يو ځای د تبت د نان يي علاقه دارۍ د څای جاو کلي ته ځو او د دوي د ژوندون حالت ووينو٠

د تبت په جنوب ختيځ کې د نان يي ګه په نامه يو ځای شته چې پکې ګڼ شمير ځنګلونه پراته دي ، د غره په لمن او د سيند په غاړو کې پسونه او غوايان دې خوا هغه خوا ته ګرځي ،دغه ځای د تبت د لين جي سيمې د نان يي علاقه داري ده چې د لوبا قوم ګڼ شمير خلک پکې اوسيږي ،

نوموړي علاقه داري درې کلي لري ، چې د اوسيدونکيو اندازه يې څلور سوه درې پنځوس تنه دي او د دوي په منځ کې د لوبا قوم خلک درې سوه پنځه پنځوس تنو ته رسيږي ، ﻻ په ١٩٨٥ کال کې د لوبا قوم خلک چې پخوا په غرونو کې اوسيدل ميداني سيمې ته کډه لاړل او ځايي حکومت د دوي لپاره د څای جاو په نامه کلی جوړکړی دی ، څرنګه چې ددوي کورونه د شلې پيړۍ په اتمه لسيزه کې جوړشوي وو نو تر اوسه زاړه او خرابيږي ، د دوي د هستوګنې شرائط د ښه والي او د توليدي جوړښت د ښه تنظيم لپاره ځايي حکومت په ٢٠٠٦ کال کې د څه باندې څلور مليونو يوانو په لګښت څای جاو کلي نوی جوړکړ، له دې امله په دغه کلي کې د بنسټيزو تاسيساتو ، سړکونو او د انرژي ابادۍ په برخو کې پوره نوې بڼه رامنځته شوه او د دغه کلي د شپږ ديرشو کورنيو ټولو اوسيدونکو خپل نوي کورونه درلودل ، د نان يي علاقه دارۍ چارواکي ښاغلي دن څانګ سونګ زموږ خبريال ته وويل  د نويو هستوګنځيو معيار د هرې کورنۍ د غړويو د اندازې له مخې ټاکل شوی دی ، هغه کورنۍ چې د غړيو شمير يې له اته تنو څخه زيات دی د يو سل او اوه پنځوس مربع مترو په ساحه نوۍ وداني او له اته تنو څخه کمه کورنۍ د يو سل دوولس مربع مترو په ساحه نوۍ وداني ترلاسه کړې ده ،ودانۍ يې په کانکريټ جوړې شوې او بهرني برخه يې د لوبا قوم له دودونو سره سم ښکلې شوې او داخلي برخه يې په عصري او پرمختللو تجهيزاتو راسمبال شوې ده، خلک پکې په ډېره ارامۍ سره شپه ورځ تيروي ،

پنځه ديرش کلنه ياجا د لوبا قوم يوه معمولي ښځه ده ، پخوا دا او د خپلې کورنۍ د نورو پنځه تنو غړيو سره يوځاي د شپيتو مربع مترو په ساحه يو کوچني کور کې اوسيدل ، تيرکال دوي په خوښۍ سره د يو سل او دوولس مربع مترو په ساحه يو لوي کور ترلاسه کړ، هغې په خوشالۍ سره وويل   اوس زمونږ د هستوګنې حالت ښه شوی دی ، کور مو د پخوا په پرتله لوی او ټينګ دی ، خوب خونه هم د پخلنځي څخه جلاشوې ده، دغه نوی کور زموږ ډېر خوښ دی ، هغې زياته کړه چې پخوا ددوي د ژوندانه سويه ډېره ټيټه وه ، اوس ددې په کور کې دوولس تبتي غوايان روزل کيږي او يوه تودخانه يې هم جوړه شوه چې پکې زيات ډوله سبزي کرل کيږي ، تيرکال دوي يو لاسي تراکتور واخيست ،د کرنې په فصل کې د دغه لاسي تراکتور په کارولو سره کرنيزکارونه ترسره کوي او په نورو وختونو کې د دغه تراکتور په وسيله په ترانسپورتي چارو لاس پوري کوي ، اوس ددوي د کورنۍ کلني عايدات اته زرو يوانو ته رسيدلی دی ، ميرمن ياجيا څلور کوچنيان لري ، دوه تنه په منځني ښوونځي کې زده کړه کوي او نور دوه تنه ماشومان دي ، اوس ميرمن ياجا له خپل ژوند څخه ډېره راضي ده ،

د لوبا قوم د خلکو د ژوندانه سويې د لوړوالي سره د ټولنيز ضمانت راز راز تدبيرونه هم بشپړيږي ، اوس د څای جاو کلي ټول کوچنيان چې مکتب ته د ورتګ عمر ته رسيدلي په مکتب کې درس لولي ، دغه راز په کلي کې ټول خلک د کوپراتيفي درملنې په ميکانيزم کې شامل شوي دي ،

سر له تيرکال څخه ځايي حکومت په دغه سيمه کې د سيلانۍ چارو لاس پورې کړ، د نان يي په علاقه داۍ کې په وار سره د لوبا قوم د ځانګيو دودونو فيستوال او د تبتي درملونو کلتوري فيستوال ترسره شول چې د لوبا قوم ځانګړي دودونه ، رسم رواجونه ، خوراکونه او ځانګړې جامې پکې نندارچيانو ته وښودل شوې ،

د دغې علاقه دارۍ چارواکي ښاغلي دن څانګ سونګ وويل ٠ مونږ به په عمده توګه د سيلانۍ چارو ته پرمختيا ورکړو ، او د سيلانۍ چارو له لارې د دغه سيمې توليدي جوړښت تنظيم کړوچې زمونږ کينيزې چارې په بيلابيلو ساحو کې پرمختګ وکړي ٠

ګرانو اوريدونکو زمونږ ننني پروګرام په همدې ځای پاي ته ورسيد ، نيکمرغه او خوشاله اوسۍ ٠