<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2007-08-11 17:05:21    
موږ او اورېدونكي

cri
عمران – قدرمنو اورېدونكيو سلامونه او نېكې هيلې مې ومنئ! زه امان الله عمران ستاسې د بشپړې روغتيا او نېكمرغۍ په هيله بيا هم د موږ او اورېدونكي پروګرام ته ستاسې هركلى كوم، هيله من يم چې د ژوند په نورو چارو كې هم بريالي او خوشاله وئ. هيله ده د خپلو يا هم د نورو اورېدونكيو د ليكونو اورېدلو لپاره تر پايه راسره پاتې شئ!

- دغه لومړى ليك را اخلم چې له مانسهرې څخه د لغمان كلب فضل الله عمري را استولى دى، لومړى يې خپل سلامونه ويلي او بيا د خپلو ملګريو هر يو د كلب همكار قسيم الله همدرد، فدا محمد فدا، لطف الله عمري، لقمان الله عمري، مختار عمر عمري، شمس الاسلام زرقاوي، سراج الحق ديوانه، سيد احمد احمدي او سباوون له خوا د سلامونو او احترامونو يادونه كوي. بيا ليكي: زموږ د لغمان كلب د غړيو شمېر نژدې شپېتو تنو ته رسېږي او ټول، دى وايي، ستاسې خپرونې اوري او د موږ او اورېدونكي، د چيني ژبې لوست، هنر او كلتور، چين ته سفر او داسې نور پروګرامونه مو په زړه پورې بولي. اورېدونكى فضل الله عمري بيا زياتوي: موږ ټول له سي آر آى راډيو څخه غواړو چې له دغو پروګراومنو سره سره بايد د افغانستان د هنر او كلتور، تاريخ او د افغانانو د دود او دستور په اړه يو پروګرام خپور كړئ، موږ نه يواځې د چين بلكه د خپل هېواد په اړه هم غواړو زيات معلومات ترلاسه كړو، بيا ليكي چې راتلونكې نورې مسابقې بايد د افغانستان په اړه وشي. نوموړى بيا له سي آر آى راډيو څخه پوښتنه كوي او وايي: د چين كوم ولايت له افغانستان سره ګډه پوله لري؟ اورېدونكي عمري بيا د خپل ليك په پاى كې په كوهاټ كې سيد وارث حنيفي، په هريپور كې د باختر كلب مشر سيد الرحمن بهير او په بلوجستان كې بدر الدين عزيزي ته سلامونه او هم يې د سه چوان ولايت په اړه مسابقه كې بريالي شويو اورېدونكيو ته مباركي ويلې ده. د اورېدونكي فضل الله عمري له ليك، نېكو هيلو او وړانديزونو مننه كوو، له افغانستان سره په تړاو د پروګرامونو جوړولو په اړه د ده وړانديزونه په زړه پورې دي خو ده او تاسې ټولو اورېدونكيو ته يادونه كوو چې د چين نړيوالې راډيو هدف نړيوالو ته د چين په اړه د معلوماتو وړاندې كول دي او په دې توګه پښتو خپرونه هم خپلو اورېدونكيو ته د ډېرى برخه پروګرامونو په ترڅ كې د چين په اړه په سياسي، كلتوري، ټولنيزو چارو، اقتصادي او داسې نورو برخو كې معلومات وړاندې كوي، چې له مخې يې اورېدونكي چين په ښه توګه وپېژندلى شي. او د نوموړي پوښتنې ته په ځواب كې وايو چې له افغانستان سره د چين د شينجيانګ ولايت ګډه پوله لري.

- دغه راز د لغمان كلب يو شمېر نورو اورېدونكيو هم ليكونه را استولي دي، د دوى تر منځ حامد عمر عمري په خپل ليك كې لومړى د سي آر آى راډيو كاركوونكيو ته سلامونه ويلي او بيا يې ليكلي: زه د سي آر آى راډيو ټولې خپرونې اورم او تل ورته ليكونه استوم، بيا وايي: زه له سي آر آى راډيو څخه خپه يم، ځكه چې، دى ليكي، ماته يې د (شينجيانګ ته كتنې) پروګرام په مسابقه كې برخه رانه كړه، نه يوازې ماته، دى زياتوي، بلكه زموږ د كلب ټولو غړيو ته يې په مسابقه كې د ګدون فرصت را نه كړ، نوموړى بيا د خپل ليك په پاى كې ګيله كوي او وايي چې له شپږو مياشتو راهيسې موږ ته د سي آر آى له خوا مطبوعات نه راځي.

- د لغمان كلب يو بل غړي قسيم الله همدرد هم يو ليك را استولى او له سلامونو وروسته يې ليكلي: زموږ د كلب ټول غړي ستاسې خپرونې اوري او پروګرامونو ته مو ليكونه دراستوي. بيا زياتوي: دلته زيات خلك چينايي ژبه ډېره خوښوي او زيات اورېدونكي وايي چې چينايانو دومره همت او كوشش كړى چې زموږ ژبه يې زده كړې او بيا زموږ په ژبه موږ ته د چين په اړه معلومات راكوي، نو موږ هم غواړو، دى وايي، چې چينايي ژبه زده كړو، خو ستونزه داده چې د زده كړې لپاره يې زمينه نه ده برابره. اورېدونكى قسيم الله همدرد زياتوي: زيات اورېدونكي دا وايي كه چېرې سي آر آى موږ ته نورې آسانتياوې، لكه له ښوونكي څخه مخامخ زده كړه، نه شي برابرولى نو يوازې كتابونه دې راولېږي چې له دې لارې وكولى شو لږ څه زده كړو. د قسيم الله همدرد له ليك او نېكو هيلو مننه، په پښتو ژبه د چينې ژبې د زده كړې لپاره تر اوسه كوم كتاب نه دى چمتو شوى، نو تاسې كولى شئ چې په پښتو هېنداره كې د چينې ژبې له لوستونو ګټه واخلئ او د ژبې زده كړه وكړئ.

- دغه راز د لغمان كلب يو بل غړي فدا محمد فدا هم په خپل ليك كې د سي آر آى راډيو كاركوونكيو ته سلامونه ويلي او بيا يې ليكلي: زه تل تاسو ته ليكونه در استوم، خو نه زما ليك پر راډيو خپرېږي او نه هم، دى وايي، ماته ستاسې له خوا كوم مطبوعات راځي، زه چې كله ليك در استوم ښايي چې پر لار وركېږي، پخوا د ډاګ له لارې په ليك لېږلو كې دومره ستونزې نه وې خو اوس رامنځته شوې دي. اورېدونكى فدا محمد د خپل ليك په پاى كې ليكي: كه چېرې دغه ليك درورسېد نو پاكټونه به هرومرو رالېږئ، ځكه چې، دى وايي، دا له ماسره وروستى پاكټ و، نور ختم شول.

- پر دې سربېره د لغمان كلب د يو شمېر نورو غړيو هر يو: لطف الله عمري، لقمان الله عمري او ياسر عمر عمري له خوا هم بېل بېل ليكونه رارسېدلي دي، سلامونه يې ويلي، د چين نړيوالې راډيو خپرونې يې ستايلې دي او هم يې د مطبوعاتو او پاكټونو وراستولو غوښتنه كړې ده.

- همداراز له مانسهرې څخه د افغان كلب غړي عرفان الله عرفان په خپل ليك كې د چين نړيوالې راډيو كاركوونكيو ته سلامونه ويلي او بيا يې د خپلو ملګريو هر يو: نصرت الله نصرت، احسان الله احسان، مختار عمر عمري، سميع الله ايوبي او وزير محمد سعيدي نومونه ليكلي او وايي موږ ټول د افغان كلب غړي يوو. بيا زياتوي: دا زما لومړى ليك دى چې تاسو ته يې دراستوم، څلور مياشتې كېږي چې ستاسې خپرونې اورم خو ليك درلېږلو ته مې اوس مخه كړه او غواړم چې په راتلونكي كې ستاسو يو دايمي اورېدونكى شم او خپلې قلمي اړيكي درسره وساتم. اورېدونكى عرفان الله زياتوي: ستاسې ټول پروګرامونه خوندور دي، په تېره بيا، د موږ او اورېدونكي پروګرام ډېر په زړه پورې دى، خو وخت يې ډېر كم دى، او موږ ستاسې څخه غواړو چې د خپلې خپرونې وخت زيات كړئ، ده هم د خپل ليك په پاى كې د پاكټونو، مجلو، او مطبوعاتو ور استولو غوښتنه كړې ده.

- د همدغه افغان كلب يو بل غړي نصرت الله نصرت هم په خپل ليك كې لومړى د پښتو خپرونې كاركوونكيو ته سلامونه ويلي او بيا يې ليكلي: دا مې لومړى ليك دى چې تاسې ته يې در استوم، هيله ده په پروګرام كې ورته ځاى وركړئ. زه غواړم، نوموړى وايي، چې په راتلونكي كې ستاسو يو دايمي اورېدونكى شم. اورېدونكى نصرت الله نصرت د خپل ليك په پاى كې دپاكټونو، مجلو او په خپله وينا د سي ډي كسټونو وراستولو غوښتنه كوي.

- له خوست ولايت څخه د تراب كلب مشر جليل خان ګوهر يو برېښناليك را استولى او ليكلي يې دي: زه تاسو ته دغه برېښناليك وروسته له ډېر وخت در استوم، دا هم له دې امله، دى وايي، چې افغان وګړي ډېرې ستونزې لري. اورېدونكى جليل خان ګوهر زياتوي پخوا مې په شمالي وزيرستان كې ژوند كاوه خو اوس په خوست كې اوسېږم. زما د كلب غړي ډېر فعال دي، يوازينۍ ستونزه چې موږ يې په خوست كې لرو هغه پوستي ستونزه ده، اوس مې ستاسې د برېښناليك پته وموندله نو ستاسې سره به خپلو اړيكو ساتلو ته دوام وركړم. اورېدونكى ګوهر خانه، هيله ده موږ ته دې خپله پته راواستوې، په خوست كې پوستي نظام فعال دى او نورو اورېدونكيو ته زموږ له خوا ورلېږل شوي خپرنيز توكي رسېږي، ستاسې د نورو ليكونو په هيله.

- ښه نو درنو اورېدونكيو ليكونو خو مو واورېدل، په همدومره ليكونو بسيا كوو او دا چې د پروګرام د پاى شېبې دي او د موسيقۍ وخت دى، نو راځئ چې د قمر ګل په غږ يوه سندره واورو.

درنو اورېدونكيو د قمر ګل سندره مو واورېده، په همدې سره د موږ او اورېدونكي پروګرام هم پاى ته ورسېد، تاسې كولى شئ پر دغه پروګرام سربېره زموږ نور پروګرامونه د انټرنېټ له لارې هم ولولئ او واورئ.

هيله ده زموږ سره د خپلو نظرونو شريكولو او خپرونې په اړه د وړانديزونو لپاره زموږ د برېښنا ليك په دې پته تماس ونيسئ: pushtu@chinabroadcast.cn

او كه غواړئ چې د ليك له لارې زموږ سره تماس ونيسئ نو كولى شئ چې په اسلام آباد كې زموږ په دې پته ليكونه راواستوئ:

G. P. O. Post Box No. 2017

اسلام آباد، پاكستان

تر بلې اوونۍ مو په لوى څښتن سپارم، هر چېرې چې وئ روغ او خوشحاله اوسئ.