د خلکو ورځپاڼی د خبر له مخې: د بيجينګ د ٢٠٠٨ کال اولمپيک د سپورتی لوبو د پرانستلو او پای مراسمو عمومی ډايريکټر جانګ يی مو په وروستيو ورځو کې په بيجينګ کې وويل دغه مراسم به د نندارچيانو خوښ وي.
نوموړي وويل اوس د بيجينګ د اولمپيک سپورتی لوبو د پرانيستلو او پای مراسمو د ابتکاري نظريې لايحه بشپړه شوې او اوس د ازموينې او چمتو کولو په حال کی ده.
هغه وويل د روان کال په اګست کې به د دغو مراسمو د تمرين کارونه د بيجينګ په شاوخوا کې په يو ډګر کې تر سره شي او د راتلونکی کال د جولای په پای او د اګست په پيل کې به په دولتی سپورتی ډګر کې د دغو مراسمو رسمی تمرينونه تر سره شي.