<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2007-08-13 18:06:41    
د پاکستان او افغانستان تر منځ د قبايلي سيمو د امن ګډه جرګه پای ته ورسېده

cri

د چين نړيوالې راډيو د خبر له مخې، د پاکستان او افغانستان تر منځ د قبايلي سيمو د امن ګډه څلور ورځنۍ جګه د اګست په دوولسمه نېټه د افغانستان په پلازمېنه کابل کې پای ته ورسېده. د جرګې ګډون کوونکي د متقابل اعتماد د پياوړتيا او د ترهګرۍ او تندلارۍ پر ضد د مبارزې په اړه موافقې ته ورسېدل او يوه ګډه اعلاميه يې هم خپره کړه. د څېړونکو په اند، په دغه جرګه کې تر لاسه شوي برياليتوب د دواړو هېوادونو تر منځ د دوه اړخيزو اړيکو د ښه والۍ په لور يو فعال ګام دی.

دغه لويه جرګه د پاکستان او افغانستان د قبايلي سيمو د مشرانو تر منځ لومړی ګډه غونډه وه. د دواړو هېوادونو د قبايلي سيمو نژدې اووه سوه تنه مشرانو، د پارلمان وکيلانو او چارواکيو په دغه جرګه کې ګډون وکړ او د دواړو هېوادونو تر منځ په سرحدي سيمو کې يې د سولې او ثبات او د ترهګرۍ او تندلارۍ پر ضد د مبارزې په اړه يې پراخ بحث وکړ.د جرګې په ګډه اعلاميه کې ويل شوي چې پاکستان او افغانستان به د قبايلي سيمو د مشرانو يوه پنځوس کسيزه جرګه جوړ کړي چې د طالبانو په شمول له وسله والو سازمانونو سره خبرې اترې وکړي او په دغه ګډه اعلاميه کې تر لاسه شوی ګډ نظر ريښتيا کړي. ګډون کوونکي هم په دې اړه هم موافقې ته ورسيدل چې د پاکستان او افغانستان د پولو په سيمو کې يو د بل په چارو کې لاسوهنه و نه وکړي

او په ګډه د نشته يی موادو د قاچاق مخنيوي او د ترهګرۍ پر ضد مبارزې په اړه د معلوماتو تبادله کړي.

د پاکستان ولسمشر پرويز مشرف او د افغانستان ولسمشر حامد کرزي دغې غونډې ته ډېر اهميت ور کړ. ښاغلي مشرف دغې ګرجې ته د وينا په موخه د اګست په دوولسمه نېټه کابل ته ورسېد او د ياد شوي جرګې د پای په مراسمو کې يې ګډون وکړ. هغه وويل پاکستان او افغانستان د ترهګرۍ او تندلارۍ له بحران سره مخامخ دي، نو يو ثابت، سوله ايز او سمسور افغانستان د پاکستان له ګټو سره سمون خوري. دواړه هېوادونه بايد د متقابل اعتماد پر بنسټ خپل منځی همکاری پياوړی کړي. ښاغلي کرزي د مشرف د دغه عمل لوړه ستاينه وکړه او و يې ويل چې دغه لوبه جرګه به د دواړو هېوادونو تر منځ اعتماد پياوړی کړي.

د خبري رسنيو په اند، دغه جرګه په داسې حال کې تر سره شوه چې د پاکستان او افغانستان دواړو هېوادونو امنيتی وضعه ترينګلې ده او هم له يو کال راهيسی د مشرف او کرزي تر منځ لومړی کتنه وه. له تېر کال راهيس وسله والو طالبانو په افغانستان کې څو څو ځله بريدونه کړي او په وروستيو ورځو کې د بهرنيو اتباعو د يرغمل نيونې له پېښو څخه څرګندېږي چې د ترهګرۍ پر ضد د دغه هېواد وضعه ستونزمنه او پيچلی ده. په پاکستان کې د سره جومات پېښې له امله، په وروستيو ورځو کې په دغه هېواد کې هم څو ځله چاودنې او بريدونه وشول. نو بايد وويل شي چې پاکستان او افغانستان دواړه له ترهګرۍ څخه زيانمن شوی هېوادونه دي او بايد د ترهګرۍ پر ضد مبارزه کې لاس يو ځای کړي. خو له تېر کال راهيسی د کابل او اسلام اباد تر منځ د پولو په قبايلي سيمو کې د ادارې په

اړه يو پر بل نيوکې کوی او له امله يې د ترهګرۍ پر ضد د دواړو هېوادونو د مبارزې پر بهير ناوړه اغېزه شوې ده. نو شک نه شته چې په دغه زمينه کې د قبايلي سيمو لويه جرګه د دواړو خواوو تر منځ د دريځونو د همغږۍ او د متقابل اعتماد د پياوړتيا په برخو کې يو مهم ګام دی.

ځکه چې د پاکستان د وزيرستان په شمول د قبايلي سيمو يو شمېر مشرانو په دغه جرګه کې ګډون رد کړ، نو په لنډه موده کې د ترهګرۍ پر ضد د مبارزې وضعې د ښه والۍ په برخه کې د دغې جرګې رول لا هم د بيا غور په حال کې دی.

د پاملرنې وړ خبره دا هم ده چې په وروستيو ورځو کې امريکا او پاکستان په دې اړه توپيرونه لري چې ايا بهرني پوځ د پاکستان په خاوره کې له وسله والو کسانو سره جګړه کولای شي که نه. څېړونکي دې ته اشاره کوي چې اړوندې خواوې بايد د ترهګرۍ پر ضد مبارزه کې يو د بل حاکميت ته د درناوۍ او د ترهګرانو د ځپلو دريځونو د همغږۍ پر بنسټ اغېزناک برياليتوبونه تر لاسه کړي.