
د بېجينګ خلک د دې وخت رارسېدو ته په بې ضبرۍ سترګې په لار دي. نو په نننۍ کړۍ کې به تاسو ته د بېجينګ د اتم منځني ښوونځي د يوې زده کوونکې او د اولمپيک له سپورتي لوبو سره د مينې په هکله ددې کيسه وړاندی کړم.
ګرانو دوستانو، زه د بېجينګ ښار د اتم منځني ښوونځي يوه زده کوونکې يم زما نوم جانګ له دی. دا د اولمپيک د سپورتي لوبو په هکله زما کيسه ده.
د بېجينګ ښار اتم منځنی ښوونځی چې جانګ له په کې زده کړې کوي، د ٢٠٠٦ کال په جون کې د اولمپيک د نمونوي ښوونځي په توګه وټاکل شو. په چين کې د اولمپيک نمونوی ښونځی د بېجينګ د اولمپيک لوبو د انتظامی کميټې او ښوونې وزارت له خوا د اولمپيک ښوونې او روزنې په اړه ځانګړی ښوونځی دی او د هيواد نورو ښوونځيو ته د اولمپيک په اړه أزمايښتي ښوونې کوي . نوموړي ښوونځي د يوه نمونوي ښوونځي تر ټاکل کيدو وروسته د اولمپيک ښوونې د پياوړتيا او د اولمپيک معلوماتو د خپرولو لپاره ډېر کوښښونه وکړل. جانګ له وويل چې سپورتي ښوونکی مونږ ته په ځانګړی توګه د اولمپيک د پرمختګ حال او تير حالت راپيژني او د ښوونځي د ښوونيزو چارو څانګه په ټاکلی وخت کې د اولمپيک لوبو معلوماتي سيالی تر سره کوي.
د اولمپيک له نمونوی ښوونځي پرته په دغه ښوونځي کې د بېجينګ د اولمپيک لوبو د باسکتبال لوبغاړيو د روزنې لپاره هم يو جمنازيوم د جوړيدو په حال کې دی او په راتلونکي کال کې به د امريکا د ان بی ای يو شمير مشهور لوبغاړی په کې روزنه وکړي. دې وويل: که څه هم اوس د دغه جمنازيوم د جوړولو په ترڅ کې شور ماشور زمونږ پر زده کړې باندی څه اغيزه لري، خو په راتلونکی کال کې به د ای بی ای مشهور لوبغاړی په کې روزنه وکړي ، نو مونږ د دغوسپورتي ستورو راتګ ته سترګې په لاره يو.که څه هم زه له باسکتبال سره ډېره مينه نه لرم، خو لا هم هره ورځ د دغې پروژې د پرمختګ بهير ته زياته پاملرنه کوم. دا احساس را ته پيدا شو چې د اولمپيک لوبې ګام په ګام زما ژوند ته نژدی کېږي ، نه دا چې د دغو لوبو ترسره کول له چارواکيو او لوبغاړيو سره نژدې تړاو لري.
د چين او نورو هيوادونو د ځوانانو ترمنځ د يووالی، دوستی او سولې په اړه د اولمپيک افکارو د پياوړتيا لپاره د چين د ښوونې وزارت او د بېجينګ د اولمپيک لوبو انتظامی کميټې په ګډه د بېجينګ له لومړنيو او منځنيو ښوونځيو څخه د تونګ شين جی په نامه دوه سوه ښوونځي ټاکلي دي چې په چيني ژبه د همکارۍ مانا لری او موخه يي د بېلا بېلو هېوادونو او سيمو د اولمپيک لوبو له کميټې او د معيوبينو اولمپيک لوبو له کميټې او د دغو هېوادونو او سيمو له يو ښوونځيو سره د همکارۍ اړيکيو ټينګول دي . د بېجينګ ښار اتم منځنی ښوونځی د فرانسی د اولمپيک لوبو له کميټې سره دوستانه اړيکې او د پاريس د دی البرت له
منځني ښوونځي سره د همکارۍ اړيکې لری. جانګ له په خپل ښوونځي کې يوه غوره
زده کوونکې ده، نو دې د تونګ شين جی په نامه د فعالت د استازې په توګه د دې
البرت له منځني ښوونځي څخه د ليدنې فرصت تر لاسه کړ. هغې د دغه سفر د يادونې په وخت کې وويل:
ما د بېجينګ د هغو سوغاتونو په وړلو سره چې د بېجينګ د اولمپيک لوبو د ترسره کولو لپاره د پنځو ماشومانو په بڼو جوړ شويدي، فرانسې ته د دوولسو ورځو لپاره سفر وکړ او د سفر په موده کې د هغې کورنۍخاوند او غړيو چې زه په کې اوسيدم ، په تودو احساساتو سره زما هر کلی وکړ . کله مې چې د بېجينګ د اولمپيک په اړه سپک سوغاتونه دوي ته ورکول، سمدلاسه د دوی له خولې څخه د دغو پنځو ماشومانو نومونه ووتل. د دغې کورنۍ خاوند ما ته وويل چې زيات شمير فرانسويان د بېجينګ د اولمپيک لوبو ته ډېره پاملرنه کوي او هيله لري چې له اولمپيک څخه د کتنې په موخه چين ته ولاړ شي.
له دغه سفر وروسته جانګ له هره اوونی په انګلسی او يا چينی ژبې فرانسوی دوستانو ته بريښنايی ليکونه استوی او د بېجينګ د اولمپيک د سپورتي لوبو په اړه نوی معلومات دوي ته ورکوي. جانګ له وويل:
که څه هم کانکور رانژدې شوی دی ، خو لا هم په فارغ وخت کې د فرانسوي ژبې له زده کړې څخه لاس نه اخلم او د بېجينګ د اولمپيک لوبو په موده کې د يوې داوطلبې په توګه د فرانسوي لوبغاړو او نندارچيانو لپاره خدمتونه کوم .
ګرانو اوريدونکو، همداوس مو د نجلۍ جانګ له او د بېجينګ د اولمپيک لوبو په هکله کيسه واوريده نو د پروګرام دغه کړۍ په همدې ځای پای ته ورسيده. خوشحاله او نيکمرغه اوسئ!