د سين هوااژانس د خبر له مخې: د امريکا د سپينې ماڼۍ د وياند مرستيال د اګست په ١٤مه نېټه وويل د دغه هېواد ولسمشر جورج بوش په همدې ورځ په جلا جلا توګه د پاکستان له ولسمشر پرويز مشرف او د افغانستان له ولسمشر حامد کرزي سره ټليفوني خبرې وکړې لاو د دواړو هېوادونو تر منځ د قبايلو ګډې جرګې د برياليتوب په اړه يې مبارکي وويله.
نوموړي وويل د پاکستان او افغانستان د مشرانو تر منځ په کتنه کې څرګند برياليتوب تر لاسه شوی او په دريو مهمو ساحو کې يې ګډې نظريی تر لاسه کړې چې ترهګرانو ته د پټېدو او روزلو ځايونه برابر نه کړي، د دواړو هېوادونو تر منځ د پولو په سيمه کې د سولی او امنيت ساتلو لپاره ګډ کوشش وکړي او د دواړو هېوادونو تر منځ د خبرو اترو يو سيستم جوړ کړي.