<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2007-08-16 19:02:22    
د تبت د الي سيمې د غامو په نامه کلي ستر بدلون موندلی دی

cri

 د چين د تبت خپلواکه سيمه د نړۍ د بام په نامه ياديږي ، خو د تبت په لويديځ کې د الي سيمه دنړۍ له بام څخه لوړ بام ونومول شو، په دغه سيمه کې چې منځني لوړالی يې د سمندر له سطحې څخه څلور زره پنځه سوه مترو ته رسيږي د بزګرانو او مالدارانو ژوند پکې تل له ستونزو سره مخامخ کيده ، خو له تيرکال څخه راپه دې خوا په دغه سيمه کې په هراړخيزه توګه د بزګرانو او مالدارانو د ښې هستوګنې يوه پروژه پيل شوې ده ، ځايي حکومت په زياتو پيسو د دوي لپاره نوي کورونه جوړکړي او بزګران او مالداران په خوښۍ سره د خپلو خرابو او زړو کورونو پرځای د نويو او روښانه کورونو خاوندان شوي دي ، نو راځئ چې اوس په ګډه د الي سيمې د غامو په نامه کلي ته ولاړشو او په دغه کلي کې د تبتيانو ژوند وګورو ،

د غامو کلی د الي سيمه ايز حکومت د مقر د شي څوان خه علاقه دارۍ څخه تقريبأ شل کيلومتره واټن لري ، زمونږ خبريال په دغه کلي کې وليدل چې نوي تبتي کورونه کتار په کتار ولاړ دي او هره کورنۍ خپل انګړ لري ، ځينې کورونه دوه پوړيزې ودانۍ دي ، د دغه کلي مشر ګاماڅژن زمونږ خبريال ته وويل يو کال مخکې دغه ځای يو تش او خالي ځای و ، په هغه مهال کې بزګران او مالداران په غرنۍ سيمه کې اوسيدل ، د تيرکال د اپريل په مياشت کې ځايي حکومت د څلور مليون او يو لک

يوانو په لګښت په دغه ځای کې د غامو په نامه يو کلی جوړکړ، هغه وويل

زموږ په کلي کې اوه پنځوس کورنۍ شته چې دوه سوه نهه اويا تنه خلک پکې اوسيږي ، زمونږ عايدات په عمده توګه په نورو ځايونو کې د کارونو او د مالدارۍ له لارې ترلاسه کيږي ، پخوا زمونږ کورونه خاورين وو ، تيرکال په دغه سيمه کې د ښې هستوګنې پروژه پيل شوه ، د حکومت د پاملرنې له امله اوس زمونږ د شپږ پنځوس کورنيو وګړيو خپل نوي کورونه ترلاسه کړي دي ،

ګاماڅژن زمونږ خبريال ته وويل د نويو ودانيو عمومي پراخوالی نژدې پنځه زره مربع مترو ته رسيږي ،د دغه کلي کليوال لابادونجو زمونږ خبريال ته وويل پخوا ده هم نيت درلود چې يو نوی کور جوړکړي ، خو د بې وزلۍ له امله يې خوب په واقعيت بدل نه شو، خو اوس دده نوۍ کور چې پراخوالی يې له سلو مترو څخه اوښتی ژر به بشپړشي ، هغه وويل  زما د دغه کورپه جوړولو ټول پنځوس زره يوانه لګيږي چې لس زره يوانه يې زما دي او نور لګښت يې د حکومت لخوا ورکړشوی دی ،

دغه ودانۍ ښکلې بڼه لري او دننه يې کوټې غټې او روښانه ښکاري ، د خوب خونې ، د ميلمنو خونه ، پخلنځی او د توکيو د زيرمه کولو خونه پکې په ښه توګه ويشل شوې دي ، ټوله وداني هم تبتي ځانګړتيا لري او هم عصري سبک لري

لابادونجو زمونږ خبريال ته وويل زه نهه پنځس کلن يم ، پخوا مو کوم ښه او ښکلی کور نه درلود ، خو روان کال زمونږ په کور کې ستر بدلون رامنځته شوی دی ،مونږ ډېر نيکمرغه يو ٠

د کلي مشر ګاماڅژن وويل اوس په دغه کلي کې يو سل او پنځلس بزګران او مالداران شته چې نيم شمير يې په کلي کې په کرنيزو او مالداري چارو بوخت دي او نور يې په نورو ځايونو کې کارکوي ، برسيره پر دې د زياتو بزګرانو او مالدارانو ماشومان د زده کړو لپاره نورو ځايونو ته تللي دي ، اوس د ګامو په کلي کې نه يوازې د تېلفون مزي غځول شوي بلکې د راډيو او تلويزيون پروګرامونه هم اوريدل او ليدل کيږي ٠

د نويو کورونو د جوړولو ترڅنګ ځايي حکومت د کليوالو د ژوندانه سويې د لوړولو لپاره زيار باسي ، د دغه کلي مشر ګاماڅژن وويل دوي ځوانان هڅوي چې د چرګانو د روزنې تخنيکونو د زده کړې لپاره د شينجيانګ سيمې ته لاړشي، کله چې دوي له زده کړو وروسته بيرته کلي ته راځي نو د دوي لخوا به په کلي کې د چرګانو د روزنې يو فارم جوړشي او له دې لارې به د کليوالو عايدات زيات شي

دغه راز د کليوالو د خوښۍ وړ يو کار دا هم دی چې د حکومت په مالي مرسته به په کلي کې د غوايانو او پسونو د روزنې يوه اډه ژر بشپړه شي ،

ګرانو اوريدونکو زمونږ ننني پروګرام په همدې ځای پاي ته ورسيد ، خوشاله او نيکمرغه اوسئ ٠