د چين د نړيوالې راډيو د خبر له مخې، د المان د دفاع وزير فرانز جونګ د اګست په شپاړسمه نېټه په افغانستان کې د ميشتو پوځونو سراتيژيک تنظيمول رد کړل.
نوموړی په هانبورګ ښار کې له يوه پوځي روغتون څخه د ليدنې په ترڅ کې وويل که څه هم د المان ځينو سياسی ګوندونو او سازمانونو غوښتنه وکړه چې په افغانستان کې ميشت الماني پوځ خپل ستراتيژۍ ته بدلون ورکړي، خو ناتو پرېکړه وکړه چې د افغانستان د امنيت او بيارغونې پلان ته دوام ورکړي چې دا يوه سمه لار ده. جونګ وويل طالبان غواړي په خپلو بريدونو سره په افغانستان کې د الماني پوځ د ميشتولو مودې د اوږدوالي په اړه په المان کې پر بحث اغېزه واچوي.