<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2007-08-18 16:49:31    
موږ او اورېدونكي

cri

عمران – قدرمنو اورېدونكيو سلامونه او نېكې هيلې مې ومنئ! زه امان الله عمران د موږ او اورېدونكي پروګرام ته ستاسې هركلى كوم، هيله من يم چې بشپړه روغتيا او نېكمرغي مو په برخه وي او هم تل د ژوند په نورو چارو كې بريالي او خوشاله وئ. هيله ده د خپلو يا هم د نورو اورېدونكيو د ليكونو اورېدلو لپاره تر پايه راسره پاتې شئ!

- د پروګرام په پيل كې د اورېدونكي نثار احمد احمدي ليك را اخلم چې له مانسهرې څخه يې را استولى دى، لومړى يې خپل سلامونه ويلي او بيا يې د خپلو ملګريو هر يو: عبيد الله صديق، محمد اويس امين، نويد اعجازي، عامر علي خان، جنيد خان، رضوان خان، داد محمد وفا، اسامه امين او وړوكي حمزه تسليم د نېكو هيلو يادونه هم كړې ده. بيا ليكي: ستاسو ټول پروګرامونه د ستاينې وړ دي، موږ ټول يې په ډېره مينه اورو، لكه د چيني ژبې لوست، هنر او كلتور، بهرنيان په چين كې، شينجيانګ ته كتنه، موږ او اورېدونكي، پو ښتنه او ځواب او داسې نور پروګرامونه مو ډېر په زړه پورې دي، موږ يې، دى وايي، په ډېر شوق او ذوق سره اورو، پروګرامونه مو ډېر په زړه پورې دي خو وخت يې ډېر كم دى، بيا هيله كوي چې د پروګرام وخت زيات شي. اورېدونكى نثار احمد احمدي بيا د راډيو په څپو كې په افغانستان كې د آريانا كلب مسئول محمد عارف عرفان، په بلوچستان كې بدر الدين عزيزي، په كوهاټ كې د افغان كلتوري بهير مشر سيد وارث حنيفي، په همدغه ځاى كې د اريوب كلب مشر محمد اقبال بشر دوست، په هريپور كې د باختر كلب مشر سيد رحمان بهير، په پېښور كې معشوق جان كاموال، په كابل كې د سي آر آى پخواني كاركوونكي عنايت الله رمز، په خوست كې د صبريو كلي اوسېدونكي محمد شفيق مقاليديار او په پاى كې ټولو اورېدونكيو ته ډېر ډېر سلامونه وړاندې كوي. نثار احمد احمدي بيا د ژورنالستانو د وژل كېدو يادونه كوي او ليكي: په دې نژدې وختونو كې په افغانستان او عراق كې يو شمېر ژورنالستان په ظالمانه توګه ووژل شول، تاسو بايد، دى وړانديز كوي، په دې اړه يو پروګرام وټاكئ، له مخورو ژورنالستانو سره په كې خبرې وكړئ. نوموړي بيا د خپل ليك په پاى كې د پاكټونو، مجلو، د پښتو هېندارې نوې ګڼې او نورو خپرنيزو توكيو د ور استولو غوښتنه كړې ده.

- دغه بل ليك را اخلم چې بيا هم د مانسهرې له حاجي آباد څخه اورېدونكې بي بي صديقې را استولى دى. له سلامونو وروسته يې ليكلي: ګرانو زه د افغان كلب غړې يم، ستاسو پروګرامونه ډېر ښه دي او زه يې په شوق سره اورم. بيا وايي: زموږ د كلب د غړيو شمېر 23 تنو ته رسېږي، تاسو ته مې مخكې يو ليك درلېږلى و او اوس ستاسو سره د خپلو قلمي اړيكيو د ټينګښت كوشش كوم، بيا په پروګرام كې د خپل ليك خپرولو هيله كوي. دغه اورېدونكې زياتوي: ستاسو د پروګرام خبرونه ډېر ښه راباندې لګېږي او په ډېر غور سره يې اورم، بيا وايي: موږ ته د ليكونو پاكټونه راواستوئ چې زه، دا وايي، او زما د كلب غړې ستاسو سره خپلې قلمي اړيكې ټينګې كړو. اورېدونكې صديقې په خپل ليك كې دوه پوښتنې هم كړې او ليكلي يې دي: د چين تر ټول مشهور سيند نوم څه دى؟ او بله پوښتنه يې دا ده چې: د چين تر ټول لوى ولايت نوم څه دى؟

لومړۍ پوښتنې ته يې په ځواب كې وايوو چې په چين کې ډېر زيات سيندونه بهېږي او د هغو سيندونو شمېر چې د بهېدو حوزه يې له 1000 مربع کيلومترو څخه زياته ده، 1500 ته رسېږي چې د ډېرى سيندونو اوبه يې سمندرونو ته بهېږي او ددغو سيندونو اړونده ساحه نژدې د چين د مځکو د عمومي مساحت په سلو کې 64 برخه جوړوي. يانځه سيند، ژېړ سيند، هيلونګجيانګ سيند، جو جيانګ سيند ټول د ختيځ په لور ارام سمندر ته بهېږي. يانځه سيند په چين کې تر ټولو لوى او اوږد سيند دی چې عمومي اوږدوالی يې 6300 کيلومترو ته رسېږي او په نړۍ کې د افريقا د نيل او د جنوبي امريکا د امازون له سيندونو نه وروسته درېيم لوى سيند بلل کېږي. د يانځه سيند پاسنۍ برخه د جګو غرونو له ډېرو تنګيو څخه تېرېږي او د اوبو زياتې او شتمنې سرچينې لري. دغه سيند د چين د ختيځ او لوېديځ ترمنځ د بېړيو يو لوى ترانسپورټي شريان هم ګڼل کېږي او خلک ورته د لېږدولو رالېږدولو طلايي لار هم وايي. د يانځه سيند په منځنۍ او لره برخه کې هوا معتدله او لنده ده، د باران اورښت په كې زيات او خاوره يې زرخېزه ده او د چين د صنعتي او زراعتي توليداتو يوه پرمختللې سيمه هم شمېرل کېږي. د برېښنا د توليد د نړۍ تر ټولو لوى د اوبو بند هم پر دغه سيند جوړ شوى چې د يانځه سيند د دريو تنګيو بند نومېږي. ژېړ سيند بيا د چين دوهم لوى سيند او عمومي اوږدوالى يې 5464 کيلومتره دی. د ژېړ سيند په حوزه کې زياتې او غوره ورشوګانې او د معدني ډبرو شتمنې زېرمې شته چې د چين د لرغوني تمدن له لومړنيو اومهمو ټاټوبيو څخه شمېرل کېږي. د دغې اورېدونكې دوهمې پوښتنې ته په ځواب كې وايوو چې: د چين دولت له ولايتونو، خپلواكو سيمو او د دولتي شورا تر مستقيمې ادارې لاندې له لويو ښارونو څخه عبارت دی. اوس چين د ولايت په كچه 34 اداري سيمې لري چې د مرکزي حکومت تر مستقيمې ادارې لاندې په كې 4 لوی ښارونه، 23 ولايتونه او 5 خپلواكې سيمې او دوه ځانګړې اداري سيمې شاملې دي. شينجيانګ د چين د اويغوري قوم خپلواكه سيمه او د چين په شمال لوېديځ او د آسيا او اروپا لويې وچې په مرکزي برخه کې پروت دى. د شينجيانګ مساحت د چين د ولايتونو او خپلواكو سيمو ترمنځ تر ټولو پراخ دی او څه د پاسه يو مليون او شپږ سوه او شپېته زره مربع کيلومترو ته رسېږي. شينجيانګ شمال او لويديځ خواوو ته له منګوليا يا مغولستان، روسيې، قزاقستان، قرغزستان، تاجکستان، افغانستان، پاکستان او هند اتو هېوادونو سره ګډې پولې لري چې د سرحدي کرښې اوږدوالی يې څه د پاسه پنځه زره او څلور سوه کيلومترو ته رسېږي. نو په دې توګه شينجيانګ د چين د ټولو ولايتونو او خپلواكو سيمو ترمنځ يوه داسې سيمه ده چې سرحدي کرښه يې تر نورو ټولو اوږده او بهر ته يې پرانيستي مځکني بندرونه تر نورو ټولو زيات دي.

- دا وو د اورېدونكې صديقې پوښتنو ته ځوابونه، اوس د يو بلې اورېدونكې بي بي لبنې ليك را اخلم چې له همدغه ځاى مانسهرې څخه يې را استولى دى. لومړى يې سلامونه ويلي او بيا يې ليكلي: زه د خراسان كلب يوه غړې يم، تاسو ته مې مخكې دوه ليكونه در استولي وو. زه يوه پاكستانۍ يم، په لسم ټولګي كې زده كړه كوم، پښتو ليكل مې په سمه توګه نه ده زده، پښتو يوه ډېره ګرانه ژبه ده. بيا وايي: زما د دغه ليك ځواب هرومرو راواستوئ او په خپل پروګرام كې يې خپور كړئ چې ماته معلومه شي چې زما ليك د چين نړيوالې راډيو ته رسېدلى دى. دغې اورېدونكې بيا د خپلو نورو ملګرو هرې يوې صوفيې، وردې، ماريې او عابدې د نومونو يادونه كړې او ليكي: دوى هم تاسو ته سلامونه وايي او ستاسو خپرونه او پروګرامونه خوښوي.

- د پاكستان د هريپور له شلم شمېره كمپ څخه اورېدونكى محمد آغا صادق په خپل ليك كې لومړى د چين نړيوالې راډيو كاركوونيكو ته سلامونه واي او بيا ليكي: زه ستاسې د خپرونې يو اورېدونكى يم، د النصر په لوړه ليسه كې زده كړه كوم، زه او زما ټولګيوال، دى وايي، ستاسو څخه ډېر خوشاله يوو. بيا زياتوي: څو ځله مې تاسو ته ليكونه در استولي خو ستاسې له خوا يې هېڅ ځواب نه دى راغلى او نه مو په خپرونه كې خپاره كړي دي. بيا هيله كوي چې ليكونه يې هر وخت په پروګرام كې خپاره شي او هم يې ليكلي ځوابونه ترلاسه كړي.

- ښه نو درنو اورېدونكيو ليكونو خو مو واورېدل، په همدومره ليكونو بسيا كوو او دا چې د پروګرام د پاى شېبې دي او د موسيقۍ وخت دى، نو راځئ چې د فرهاد دريا په غږ يوه سندره واورو.

درنو اورېدونكيو د فرهاد دريا سندره مو واورېده، په همدې سره د موږ او اورېدونكي پروګرام هم پاى ته ورسېد، تاسې كولى شئ پر دغه پروګرام سربېره زموږ نور پروګرامونه د انټرنېټ له لارې هم ولولئ او واورئ.

هيله ده زموږ سره د خپلو نظرونو شريكولو او خپرونې په اړه د وړانديزونو لپاره زموږ د برېښنا ليك په دې پته تماس ونيسئ: pushtu@chinabroadcast.cn

او كه غواړئ چې د ليك له لارې زموږ سره تماس ونيسئ نو كولى شئ چې په اسلام آباد كې زموږ په دې پته ليكونه راواستوئ:

G. P. O. Post Box No. 2017

اسلام آباد، پاكستان

تر بلې اوونۍ مو په لوى څښتن سپارم، هر چېرې چې وئ روغ او خوشحاله اوسئ.