د سين هوا اژانس د خبر له مخې، د افغانستان پوليسو د اګست په اتلسمه نېټه د دې خبر پلی وکړ چې د دغه هېواد د کندهار په ښار کې د بهرنيانو د يو موټر پر ضد د موټر بم يوه ځانمرګې چاودنه وشوه چې له امله يې پنځلس تنه ووژل او شپږويشت تنه نور ټپيان شول.
د معلوماتو له مخې، دغه چاودنه د دغه ښار په لوېديځ کې پر يو سړک وشوه چې د امريکا د امنيت ساتنې او څارنې شرکت يو کاروان تېرېده او له امله يې د دغه شرکت څلور کارکوونکی او يوولس تنه عادی ملکی ځای پر ځای ووژل شول او د اوه تنه کارکوونکيو په شمول شپږويشت تنه نور ټپيان شول.