د سين هوا اژانس د خبر له مخې، د طالبانو وياند قاري يوسف احمدی د اګست په اتلسمه نېټه وويل د کوريايی يرغملو په اړه د طالبانو او کوريا جمهوريت تر منځ مخامخ خبرې اترې ناکامې شوې.
احمدی وويل د دغو خبرو اترو د ناکامۍ لامل دا دی چې د طالبانو د اته تنه بنديانو د خوشی کولو په اړه د دغې وسلوالې ډلې غوښتنه نه ده منل شوی. اوس د طالبانو دوه تنه استازي بېرته ستانه شوي او د نولس تنه کوريايی يرغملو برخليک به د طلبانو د مشرانو لخوا وټاکل شي.