د سين هوا اژانس د خبر له مخې، د افغانستان د ولسشمرۍ وياند همايون حميدزاده د اګست په دوه ويشتمه نېټه وويل د کوريايی يرغملو په اړه د دغه هېواد حکومت دريځ نه دی بدل شوی او طالب بنديان به له کوريايی يرغملو سره تبادله نه کړي.
نوموړی وويل افغانستان د کوريايی يرغملو پېښې په پيل کې د بهرنيو چارو په وزارت کې يوه ځانګړی کمېټه جوړ کړه چې د يرغملو مسئلې د حل لپاره کوششونه وکړي. پر دې سربيره افغانستان د غزنی په ولايت کې يوه ځانګړی سيمه ايزه کمېټه جوړه کړې چې د دغې مسئلې د حل و فصل لپاره چارې سره همغږې کړی.