<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2007-08-23 19:32:13    
د چين په يون نان ولايت کې د خوي قوم د وګړيو د ناجااينګ په نامه کلی

cri

ګرانو اوريدونکو السلام عليکم د چين د ملي لږکيو وګړيو په ننني پروګرام کې به تاسو ته د چين په وين نان ولايت کې د خوي قوم د وګړيو د ناجااينګ په نامه کلی دروپيژنو ٠

د خوي قوم د وګړيو د ناجااينګ په نامه کلی د چين د جنوب لويديځې برخې د يون نان ولايت د تونګ های په ولسوالۍ کې پروت دی ، په پخوانيو وختونو کې په دغه کلي کې ډېر زيات روڼ اندان رامنځته شوي وو چې د مشهورو ملايانو شمير يې له څلور سوه تنو څخه هم زيات و ٠ د بيلګې په توګه په چين کې د عربي تاريخ مشهور پيژندونکی پروفسر ناجونګ چې د م م د يونسکو سازمان لخوا ور ته د عربي کلتور په اړه د شارجه نړېواله جايزه ورکړل شوې په دغه کلي کي زيږيدلی دی ، تر اوسه پورې په دغه کلي کې د اسلامي دين او د خوي قوم زياتې ځانګړتياوې هم ساتل شوي دي ، 

هره ورځ د دغه کلي دپاسه د مؤذن غږ اوريدل کيږي ،وګړي د دغه اواز له مخې د خپلې ديني وظيفې د اداکولو لپاره جومات ته ځي ، د ناجااينګ په کلي کې د څه باندې اوه سوه کورنيووګړي اوسيږي چې ټول د خوي قوم او مسلمانان دي ، سپين ږيري ناجاژوي زمونږ خبريال ته وويل مونږ په دې وياړوو ، ځکه چې زمونږ کلی د اسلام د پيغمبر حضرت محمد رسول الله اولادو لخوا جوړشوی دی ٠ هغه وويل د ناجااينګ کلي اوسيدونکي مسلمانان تل خپل دودونه او رسم رواجونه ساتي چې يا د خوراکونو او يا د واده کولو په برخو کې خپلې ځايي ځانګړتياوې لري ، د دغه کلي د جومات د مذهبي علم د انستيتوت مشر ښاغلي ما جيان کانګ زمونږ خبريال ته وويل  د ناجااين کلي خلک په ميلمستياوو کې عيش او عشرت نه کوي ، پر هر ميز باندې د اته کاسو خوراکونه ايښودل کيږي چې که لويه ميلمستيا وي ، يا وړوکې په همدغه اندازه خوراکونه ميلمنو ته وړاندې کيږي ،

د ناجااينګ کلي د وګړيو د واده دود هم خپله ځانګړتيا لري ، په دغه کلي کې د ځوانانو ترمنځ د مينې د رامنځته کيدو مخکې بايد زلمی او نجلۍ سره کوژده وکړي اومراسم يې د خوي قوم د دودونو له مخې ترسره کيږي ، د کوژدې مراسمو له ترسره کيدو وروسته زلمی او نجلۍ کولای شي چې په ازاده توګه يو له بل سره مينه وکړي ، د کوژدې او نکاح ترمنځ وخت توپير لري ، ځينې يې يو او دوه کلونه او ځينې يې پنځه کاله حتی اته کلونه نيسي،

د واده او نکاح په مراسمو کې زوم او ناوې تل د کدو ، د چرګې هګۍ او له نورو توکيو څخه د جوړشوي خوراک په واسطه يو پر بل بريدکوي او له دغه بريد څخه دا څرګندوي چې په راتلونکي کې به ددوي ژوند نيکمرغه شي ، د واده په مراسمو کې د زوم او ناوې د کاليو په اړه د دغه ځای د اسلامي علم د انستيتوت مشر ښاغلي ماجيان کانګ وويل  د واده په مراسمو کې ناوې نشي کولای چې فيشني کالي واغوندي او بايد ټيکری يې په سروي ، که د ناوې ټيکری په سرنه وي نو ملا به د دوي د نکاح په مراسمو کې ګډون او د مراسمو مشري ونه کړي ،

د ناجااينګ په کلي کې دوه جوماتونه شته چې يو يې خاص د نارينه و لپاره او بل يې د ښځينه مسلمانانو لپاره جوړشوي دي ، په دغه کلي کې ټول خلک که بوډاګان

دي يا ځوانان د لمانځه لپاره ټول سپينې جامې اغوندي او سپينې خولۍ په سرکوي ، د دغه کلي جومات د ٢٠٠٤ کال د اکتوبر په دوهمه نېټه په رسمي توګه د مسلمانانو په وړاندې خپله دروازه پرانيستله چې عمومي پراخوالی يې لس زره مربع مترو ته رسيږي ، دغه جومات څلور منارې لري چې د هرې منارې لوړوالی يې دوه اويا مترو ته رسيږي ، او د لمونځ په لوي تالار کې څه باندې درې زره تنه کسان ځاييږي ، دغه جومات د چين په يون نان ولايت کې تر ټولو لوي جومات دی ، ښاغلي ما جيان کانګ وويل دغه جومات د ناجااينګ کلي د بزګرانو لخوا په خپلو پيسو جوړشوی دی ، چې ټول لګښت يې له شل مليون يوانو څخه اوښتی دی ٠

د دغه کلي په يو بل جومات کې چې په ځانګړۍ توګه د ښځينه مسلمانانو لپاره جوړشوی دی ، نژدې زر تنه ځاييږي ، د دغه جومات د کتنې په مهال زمونږ خبريال يوه ښځينه مسلمه وليدله چې ټيکری يې په سرکړی و ، خبريال له هغې سره د خبرو په ترڅ کې پوه شو چې هغه د چين له شينجيانګ سيمې څخه راغلې ده او اوس په دغه کلي کې د ښوونکې په توګه کارکوي ، خبريال ترې پوښتنه وکړه چې ولې له شينجيانګ څخه دلته راغلې ده ، هغې خبريال ته وويل  مخکې له دې ما ددې ځای نوم اوريدلی و او نيت مې درلود چې له دغه ځای څخه ليدنه وکړم ، اوس زه د ښځو په جومات کې په عمده توګه د عربي ژبې درس ورکوم

د ناجااينګ په کلي کې د هرې کورنۍ ژوند نيکمرغه دی او د خلکو ترمنځ اړيکې هم نيکې ښکاري ، اوس د دغه کلي وګړي د خپل ښکلي وطن د ابادۍ لپاره کوشش کوي ٠

ګرانو اوريدونکو زمونږ ننني پروګرام په همدې ځای پاي ته ورسيد ، خوشاله او نيکمرغه اوسۍ ٠