<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2007-08-25 19:45:24    
د افغانستان د خپلواكۍ ورځې د لمانځنې په وياړ مېلمستيا

cri

د اګست مياشتې نولسمه نېټه د افغانستان د خپلواكۍ ورځې له اته اتيايمې كليزې سره برابره وه. اته اتيا كاله وړاندې د افغانستان د وخت پاچا غازې امان الله خان له بريتانيا څخه د خپل هېواد د خپلواكۍ اعلان وكړ. دغه ورځ هر كال لمانځل كېږي. سږكال هم د اګست په نولسمه نېټه چې د لمريز كال د زمري له اته ويشتمې نېټې سره برابره وه د افغانستان په پلازمېنه كابل سربېره د هېواد په لروبر كې د خپلواكۍ دغه ورځ په جشنونو او خوشاليو سره ولمانځل شوه.

د چين د دولت رئيس هوجين تاو هم د خپلواكۍ ورځې په مناسبت خپل افغان سيال حامد كرزي ته د چين حكومت او وګړيو په استازيتوب د مباركۍ پيغام واستاوه، چې د افغان وګړيو د مېړانې او ټينګ هوډ ستاينه يې په كې كړې وه او هم يې د يو پرمختللي افغانستان او يو روښانه راتلونكي هيله په كې څرګنده كړې وه.

د زمري اته ويشتمې خپلواكۍ ورځې په وياړ په بېجېنګ كې د افغانستان سفارت هم د اګست په درويشتمه د پنجشنبې په ورځ يو مېلمستيا ترتيب كړې وه چې د چين د بهرنيو چارو وزير مرستيال ځاى جون په ګډون شاوخوا دوه سوه تنه چيني او د ګڼ شمېر هېوادونو ديپلوماتانو په كې ګډون درلود. د دغې مېلمستيا كوربني په بېجېنګ كې د افغانستان سفير اكليل احمد حكيمي او د ده مېرمنې سلطانه حكيمي پر غاړه وه.

د چين نړيوالې راډيو پښتو څانګې ته هم په مېلمستيا كې د ګډون بلنه وركړل شوې

وه. د پښتو څانګې مشره وانګ لي، ډيوه، هيله، غاټول او زه امان الله عمران په مېلمستيا كې د ګډون لپاره د بېجېنګ په ختيځه برخه كې د كېمپېنكي هوټل ته لاړو. د مېلمستيا په ترڅ كې د افغان سفير اكليل حمد حكيمي په ګډون له يو شمېر بېجېنګ مېشته افغان ګډون والو سره وغږېدو چې خبرې به يې د افغانستان د خپلواكۍ ورځې په وياړ د افغان سفارت له خوا د لمانځنې دغې مېلمستيا په اړه د دغه ځانګړي پروګرام په ترڅ كې په ګډه واورو.

د افغانستان سفير له موږ سره د خبرو په ترڅ كې د چين نړيوالې راډيو اورېدونكيو او ټولو افغانانو ته د خپلواكۍ ورځې په مناسبت مباركي وويله:

((زه خپلو ګرانو هېوادوالو او د چين نړيوالې راډيو درنو اورېدونکيو ته د افغانستان د خپلواکۍ ورځې په وياړ مبارکي وايم، د خوښۍ، پرمختګ او لوړوالي هيله يې لرم، او ټولو هېوادوالو ته چې که په افغانستان کې دي يا هم له هېواد څخه بهر يو ځل بيا خپلې تودې مباکۍ وړاندې کوم)).

ښاغلي حکيمي وويل دى د افغانستان لپاره يوه ښکلې راتلونکې ويني، که افغانان د ده په وينا يو له بل سره لاسونه ورکړي، نو ډېر ژر به د پرمختګ لوړو پوړونو ته ورسېږي، او د خپلو سيالانو جوګه به شي:

((زه د افغانستان راتلونکې ته ډېر هيله مند يم، او همدا اوس پخپلو سترګو کې يو ډېر آباد او له خوښيو څخه ډک افغانستان انځوروم، او پدې هيله يم چې موږ ټول

افغانان په يو موټي او ګډه توګه پرمخ ولاړ شو، او ان شاء الله دخپلو ښو او نېکو دوستانو په مرسته به يو ارام او سوکاله هېواد جوړوو)).

په بېجېنګ كې د افغان سفير مېرمن سلطانه حکيمي له هغو کسانو څخه وه چې د دې ميلمستيا په جوړولو او د مېلمنو په رابللو کې يې پوره ونډه درلوده، مېرمن حکيمي وايي د چين او افغانستان تر منځ اړيکې تل ښې پاتې شوي دي، او دواړه هېوادونه د يو بل ښه دوستان ګڼل کېږي:

((پداسې حالاتو کې چې افغانستان واقع دی، له چين سره زموږ اړيکې ډېر زيات ارزښت لري، بايد په خپل منځ كې ښې او دوستانه اړيکې سره ولرو، ځکه له يو پلوه چين زموږ ښه ګاونډی دی او له بل پلوه مو تل د تاريخ په اوږدو کې ښې اړيکې ساتلي دي، په راتلونکې کې د لا نورو ښو، نژدې او ځواکمنو اړيکو غوښتونکې يم)).

سيد ميرويس د افغانستان د ننګرهار ولايت اوسېدونکی دى چې له شاوخوا اتو کلونو راهيسې په چين کې اوسېږي او د سوداګرۍ په چارو بوخت دی. ښاغلى ميرويس كه څه هم له هېواد نه له ليرې ژوند كوي خو بيا هم د افغانستان پر خپلواکۍ او د دغې ورځې پر لمانځلو وياړي، ده وويل:

((زه د يو افغان په توګه پر دې وياړم چې زموږ په وطن كې يو ځل بيا داسې شرايط رامنځ ته شوي چې کولای شو په دې لويه کچه خپله تاريخي ورځ او جشن ولمانځو، او تاسې ګورئ چې په يو ستر او مشهور هوټل کې چينايي او بهرني مېلمانه سره راغونډ شوي، او په ډېره مينه او خوښۍ زموږ سره دغه جشن لمانځي، او ددغې

ورځې په وياړ ټولو افغانانو ته مبارکي وايم. خپلواکي هر چاته بېلې معناوې او مفهومونه لري، دا چې يو څوک په ژوند کې په خپله د خپلې پرېكړې كولو حق ولري، نو له يو ستر نعمت نه برخمن دى، تاسې وګورئ اوس مهال چين له اقتصادي او نورو پلونو کومو لوړو کچو ته ځان رسولی دی، چې دا نورو وروسته پاتې هېوادونو ته هم يوه ښه بېلګه ګرځيدای شي)).

احمد جاويد صافی يو له هغو افغانانو څخه دی چې په چين کې د طب په برخه كې په لوړو زده کړو بوخت دی، دی د افغانستان د کاپيسا ولايت د تګاب ولسوالۍ اوسېدونکی دی، ښاغلی جاويد صافی د افغانستان د خپلواکۍ ورځې د لمانځلو په وياړ خپله خوښي داسې څرګنده كړه:

((زه تر هر څه وړاندر ټولو افغانانو ته د هېواد د خپلواکۍ ورځې په وياړ خپله مبارکي څرګندوم، دغه ورځ د ټولو افغانانو لپاره د نېکمرغۍ او خوشحالۍ ورځ ده، او هيله ده چې خپل وطن به مو جوړ اړ آباد شي)).

عبدالبصير هوتک يو افغان صنعتګر دی چې اوس مهال له خپلې کورنۍ سره يو ځای په چين کې ژوند کوي. ښاغلي هوتک هم په چين کې د افغانستان د خپلواکۍ ورځې د لمانځلو په مېلمستيا کې ګډون درلود، ده د دغې بختورې ورځې د ياولو پر مهال وويل:

((که څه هم په چين کې زموږ اوسېدونکيو افغانانو ټولنه ډېره کوچنۍ ده، خو دا ډېره د خوښۍ خبر ده چې د افغانستان د خپلواکۍ ورځ دلته لمانځل کېږي)).

له ښاغلي هوتک څخه مې وپوښتل دا چې د افغانستان د خپلواکۍ ورځې د لمانځلو پر مهال له خپل هېواد او خلکو څخه لېرې دى او دلته په چين کې اوسېږي، نن ورځ څه ډول احساسوي، ده راته په ځواب كې وويل:

((چين او افغانستان دوه ګاونډي هېوادونه دي، دا سمه ده چې چين زموږ خپل هېواد نه دی، خو دا چې له افغانستان سره ګډده پوله لري، او يو ښه ګاونډی هېواد مو دی، نو د زيات لرې والي احساس نه کوو، ځکه چې ډېر سره نژدې يو، بل دا چې چين په ډېره چټکه توګه پر مخ روان دی، او زه فکر کوم چې موږ کولای شو د افغانستان د پرمختګ لپاره هم ګټه ترې واخلو، ښاغلي هوتک هيله څرګنده کړه چې په افغانستان کې سوله او ثبات ټينګ شي، چې د پرمختګ په لور چټک ګامونه واخلي)).

د افغانستان د خپلواكۍ ورځې په مناسبت دغې مېلمستيا څه د پاسه دوه ساعته دوام وكړ. افغان سفير په كې د ګڼ شمېر هېوادونو له ديپلوماتانو سره په ځانګړې ته د هركلي خبرې كولې، او د پښتو څانګې له ډلې سره يې هم ګډ انځورونه واخيستل.

قدرمنو اورېدونكيو په بېجېنګ كې د افغانستان سفارت له خوا د زمري اته ويشتمې خپلواكۍ ورځې د لمانځنې په وياړ دغه ځانګړۍ پروګرام په همدې ځاى پاى ته ورسېد، هيله ده هره ورځ مو جشن او له خوښيو ډكه وي، په لوى خداى مو سپارو، روغ او نېكمرغه اوسئ.