د سين هوااژانس د خبر له مخې: په افغانستان کې د طالبانو وسله وال ځواک د اګست په ٣٠مه نېټه ماښام د کوريا جمهوريت وروستی اوه تنه يرغمل خوشی کړل چې پدې سره د کوريايی يرغملو بحران پای ته ورسيد.
نوموړی يرغمل د ځايی قومي مشر له خوا د سره صليب نړيوالی کميټی ته استول شوي او غزني ښار ته وليږدول شول.
طالبانو د يرغملو له خوشی کولو وروسته د يوی لنډی اعلاميی په خپرولو سره وويل دغه پيښه کوريايانو ته زيانمنه وه، خو په همدې وخت يېويلي چې د کوريا جمهوريت لخوا په افغانستان کې د پوځ ځای پر ځای کول په عينې توګه د امريکا له عمل سره مرسته ده، نو د يرغملو تښتونه کوريا ته يو ګواښ وو.