د چين نړيوالې راډيو د خبر له مخې: په افغانستان کې د طالبانو وسله وال ځواک د اګست په ٣٠مه نېټه ماښام د کوريا جمهوريت اوه تنه کوريايی يرغمل خوشی کړل چې پدې سره د کوريايی يرغملو بحران پای ته ورسيد.
طالبانو د يرغملو له خوشی کولو وروسته د يوی لنډی اعلاميی په خپرولو سره وويل دغه پيښه کوريايانو ته زيانمنه وه، خو په همدې وخت يې ويلی چې د کوريا جمهوريت په افغانستان کې خپل پوځ ځای پر ځای کوي چې دغه کار په عينې توګه د امريکا له عمل سره مرسته کول دي، نو د يرغملو تښتونه کوريا ته يو ګواښ وو.
د کوريا جمهوريت د بهرنيو چارو او سوداګرۍ وزارت وياند چو هی يونګ د اګست په ٣١مه نېټه د دې خبر پخلی وکړ چې په افغانستان کې د طالبانو وسله وال ځواک له خوا تښتول شوی وروستی کوريايی يرغمل خوشی شوي او دغه هېواد ته استول شوي دي.