د سين هوااژانس د خبر له مخې: د اګست په ٣١مه نېټه سهار د افغانستان د پلازمينې کابل هوايی ډګر ته په نژدی ځای کې د ناتو د امنيت ساتونکو ځواکونو په وړاندی د يو ځان وژنونکي بريد له امله يو تنه عام وګړي وژل او دري تنه نور ټپيان شول.
د کابل ښار د پوليسو اداری يو چارواکي عليشاه پکتياوال په همدې ورځ وويل يو ځان وژونکی بريد کوونکی په ٣١مه نېټه سهار د موټر په چلولو سره د کابل هوايی ډګر خوا ته د ناتو د امنيت ساتونکو ځواکونو د ميشته ځای په وړاندی بمي چاودنه وکړه. د ناتو ځواکونو ته هيڅ مرګ ژوبله نه ده رامنځته شوه.