<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2007-09-01 20:03:15    
موږ او اورېدونكي

cri

عمران – درنو اورېدونكيو هر ځاى او هر چېرې چې وئ سلامونه او نېكې هيلې مې ومنئ! زه امان الله عمران د موږ او اورېدونكي پروګرام ته ستاسې هركلى كوم، هيله من يم چې بشپړه روغتيا او نېكمرغي مو په برخه وي او هم تل د ژوند په نورو چارو كې بريالي او خوشاله وئ. هيله ده د خپلو يا هم د نورو اورېدونكيو د ليكونو اورېدلو لپاره تر پايه راسره پاتې شئ!

- لومړى دغه ليك را اخلم چې د خوست ولايت د عليشېرو ولسوالۍ له جونو غونډۍ څخه د يوراج كلب غړي رسول حسن حسيني را استولى دى او ليكي: له هرڅه مخكې د چين نړيوالې راډيو پښتو خپرونې همكارانو ته زيات زيات سلامونه وړاندې كوم. بيا وايي: زه د روان كال د اپرېل په شلمه خبر شوم چې د چين نړيواله راډيو پښتو خپرونه لري، او د خوست ولايت د عليشېرو په ولسوالۍ كې يوه تكړه اورېدونكى لرئ چې د يوراج كلب مشر دى او محمد شفيق مقاليديار نومېږي. له هغه سره مې، نوموړى وايي، په دې باب خبرې وكړې او ستاسو راډيو ته مې ليكونو درلېږلو ادب ترې زده كړ. بيا وايي: اوس زما دغه درېيم ليك دى چې پښتو خپرونې ته يې در استوم. اورېدونكى رسول حسن زياتوي: كله چې زه ستاسې خپرونې اورم نو ماته ډېر خوند راكوي او داسې هوډ كوم چې ستاسو سره به خپل قلمي اړيكي ساتم، كه زما دغه ليك خپور شي، نو زه به، نوموړى ژمنه كوي، په زړه پورې ليكونه، وړانديزونه، ټوكې ټكالې او شعرونه در استوم. نو ګرانه اورېدونكيه رسول حسن خانه، موږ هم ډېر خوشاله يوو چې تاسې له خوست څخه ليكونه را استوئ، او دا هم د خوشالۍ ځاى دى چې تكړه اورېدونكى محمد شفيق مقاليديار هلته ستاسې او د خپل كلب له نورو اورېدونكيو سره د چين نړيوالې راډيو د پښتو خپرونې سره د تماس نيولو په چارو كې همكاري كوي، موږ هيله لرو چې د افغانستان له كوټ كوټ څخه اورېدونكي له پښتو خپرونې سره تماس ونيسي، خپل نظرونه او وړانديزونه راواستوي. نو قدرمنه رسول حسن خانه موږ هم دا دى ستا ليك خپور كړ، او هاغه خبره اوس نو دا ګز او دا ميدان موږ به ستا له ژمنې سره سم ستا نورو ليكونو ته سترګې په لاره وو.

- له همدغه ځاى خوست ولايت د عليشېرو ولسوالۍ له كڅي كلي څخه د يوراج كلب غړي شهزاده هم يو ليك را استولى، د چين نړيوالې راډيو كاركوونكيو ته يې سلامونه ويلي او بيا يې ليكلي: خپرونې مو په رښتيا هم چې د ستاينې وړ دي، خو د وخت له كمښت څخه بيا شكايت كوي، او د نورو اورېدونكيو په شان بيا د وخت د زياتوالي وړانديز كوي. اورېدونكى شهزاده بيا د خپل مخكيني ليك پر خپرېدو خوشالي څرګنده كړې او په راتلونكي كې يې د پاكټونو په ترلاسه كولو سره د نور ليكونو د را استولو ژمنه هم كړې ده.

- دغه بل ليك هم د خوست ولايت د عليشېرو ولسوالۍ د جونو غونډۍ له كلي څخه رفيع الله رفيع را استولى او د خپرونې كاركوونكيو ته يې له سلامونو وروسته ليكلي: زه د يوراج كلب يو بل غړى يم، نژدې يو كال كېږي، دى وايي، چې د چين له نړيوالې راډيو سره قلمي همكاري لرم. بيا وايي كله مې چې د لومړي ځل لپاره د پښتو خپرونې واورېدې ډېرې مې خوښې شوې، ستاسې پروګرامونه، نوموړى زياتوي، په رښتيا هم ډېر په زړه پورې دي او دې ته مې هڅوي چې هر وخت يې واورم او له اورېدو څخه يې خوند اخلم.

- د خراسان كلب غړى قدرت الله ارماني په خپل ليك كې وايي: زه په افغانستان كې د ننګرهار ولايت اوسېدونكى يم، خو اوس دپاكستان په مانسهره كې د حاجي آباد د اچړيانو په درېيم شمېره كمپ كې ژوند كوم، بيا له خپلو ملګريو هر يو عزيز الرحمن او عبد المنان حيدري سره په ګډه د سي آر آى راډيو كاركوونكيو ته سلامونه او نېكې هيلې وړاندې كوي. اورېدونكى قدرت الله ارماني زياتوي: زه ستاسو پخوانى اورېدونكى يم، خو د يو شمېر ستونزو له امله مى، دى وايي، ستاسو سره قلمي اړيكي پرې شول، خو اوس يو ځل بيا ليكونه درلېږم، هيله ده په پروګرام كې ورته ځاى وركړئ. زه ستاسو له ټولو پروګرامونو سره، نوموړى وايي، ډېره مينه او علاقه لرم او هر وخت يې اورم. اورېدونكى قدرت الله ارماني د خپل ليك په پاى كې ليكي: كېدى شي چې موږ دوه مياشتې وروسته افغانستان ته لاړ شو، او په افغانستان كې يې د سي آر آى له خوا د پوسټ بكس پرانيستلو هيله كړې ده.

- دغه بل ليك بيا له مانسهرې څخه نسيمه شفق را استولى دى، د چين نړيوالې راډيو ټولو كاركوونكيو ته يې له سلامونو وروسته د خپلو ملګرو ليلا رحيمي، عرفان الله عرفان او احسان الله احسان نومونه ليكلي او وايي: موږ د ( ) كلب غړي يوو، چې د لينديو منځ يې تش پرې ايښى او د خپل كلب نوم يې نه دى ليكلى. بيا وايي: زه نسيمه شفق له سي آر آى راډيو څخه خوشاله شوم، ځكه ماته، دا وايي، ستاسو د خپرونې له خوا د مسابقې پوښتنې، پاكټونه، او نور مطپوعات راورسېدل، او ما هم د خپل كلب، چې نوم يې نه دى ليكلى، د ټولو غړيو ترمنځ ووېشل. دا لومړى ليك دى چې زموږ كلب ته تراوسه را رسېدلى، زه ډېره خوشاله شوم، دا وايي، چې ليك مې ترلاسه كړ، او ستاسو څخه مننه كوم.

- د صوبه سرحد د هريپور له شلم شمېره كمپ څخه اورېدونكى حيات الله ليكي: زما د پلار نوم نذير ګل دى او زه د شپږم ټولګي زده كوونكى يم، او تاسو د چين نړيوالې راډيو تولو كاركوونكيو ته سلامونه وايم. بيا ليكي: ستاسې پروګرامونه زما ډېر خوښ دي، د چيني ژبې متلونو، شعرونو او سندرو سره زما ډېره مينه ده او غواړم چې ستاسو په پروګرامونو كې ګډون وكړم، بيا وايي: د ټولو هېوادونو تر منځ زما چين ډېر خوښ دى. اورېدونكى حيات الله بيا زياتوي: ستاسو نه هيله لرم چې زما دغه ليك به په خوشالۍ سره وايئ، ځكه چې، دى وايي، ما په ډېره خوشالۍ ليكلى دى، او ما ته به يو څو شعرونه او يو سندره خپره كړئ. نو حيات الله خانه د ليك په رارسېدو دې خوشاله شوو، او دا دى په خوشالۍ سره مو درته خپور كړ، هيله ده اورېدولى دې وي، او په راتلونكې كې نور ليكونه هم راواستوې.

- له همدغه ځاى هريپور څخه يو شمېر نورو اورېدونكيو چې دوى هم د ښوونځي زده كوونكي دي ليكونه او په كې يې شعرونه او يا ليكنې را استولي دي، چې موږ يې يوازې د نومو په اخيستلو بسيا كوو: د دوى تر منځ محمد نسيم د رحيم ګل زوى د بزګر په سرليك يو شعر، شېر محمد او مسعود مفاد د نارينتوب په سرليك يو شعر، شبير احمد صديقي، ډاكټر ولي، شېر خان نوراني، محمد بشير او جهانزېب قلميار د سړيتوب په سرليك شعر، مزمل د نفاق نتيجه، مير رحمن بشر دوست او حميد الله حميدي د ملي بيرغ، نصر الله د حاجي ببرك زوى د افغانستان، احسان الله احسان د رشوتخور، عبد القادر د عبد الوكيل زوى او خالد د بزګر او تاج محمد د تواضع په سر ليك شعر را استولى دى.

- له مانسهرې څخه د خراسان كلب غړى محمد اويس امين په خپل ليك كې لومړى د چين نړيوالې راډيو كاركوونكيو ته سلامونه ويلي او بيا يې ليكلي: زموږ په سيمه كې د پاك افغان په نامه يو ښځينه كلب جوړ شوى، چې په جوړولو كې يې زموږ كلب ورسره ډېره مرسته كړې ده. بيا ليكي: تاسې چې كله اورېدونكيو ته جايزې استوئ نو موبايل يا ګرځند تليفون هم ورولېږئ. اورېدونكى اويس امين زياتوي: ستاسو پروګراومونه مو خوښېږي او زما ټوله كورنۍ يې اوري.

نو درنو اورېدونكيو تاسې هم زموږ خپرونې او بېلابېل پروګرامونه واورئ، ليكونه راواستوئ زموږ او له نورو اورېدونكيو سره خپل نظرونه او د خپل په اړه په زړه پورې كيسې شريكې كړئ. د پروګرام په پاى كې د هركله په شان د موسيقۍ برخه وي، نو راځئ چې په دې برخه كې د عبد الله مقري په غږ يوه سندره واورو.

درنو اورېدونكيو د عبد الله مقري سندره مو واورېده، په همدې سره د موږ او اورېدونكي پروګرام هم پاى ته ورسېد، تاسې كولى شئ پر دغه پروګرام سربېره زموږ نور پروګرامونه د انټرنېټ له لارې هم ولولئ او واورئ.

هيله ده زموږ سره د خپلو نظرونو شريكولو او خپرونې په اړه د وړانديزونو لپاره زموږ د برېښنا ليك په دې پته تماس ونيسئ: pushtu@chinabroadcast.cn

او كه غواړئ چې د ليك له لارې زموږ سره تماس ونيسئ نو كولى شئ چې په اسلام آباد كې زموږ په دې پته ليكونه راواستوئ:

G. P. O. Post Box No. 2017

اسلام آباد، پاكستان

تر بلې اوونۍ مو په لوى څښتن سپارم، هر چېرې چې وئ روغ او خوشحاله اوسئ.