د چين نړيوالې راډيو د خبر له مخې، د پاکستان د ځوانانو يو سل کسيز پلاوی د سپتمبر په دوهمه نېټه له چين څخه د يوې اوونۍ ليدنې لپاره چين ته وخوځېد.
په پاکستان کې د چين سفير لو جاو هوی له دغه پلاوي سره د مخه ښې په ترڅ کې وويل چين او پاکستان لرغونی دوستی لري او د دواړو هېوادونو د ځوانانو تر منځ د تبادلې د پياوړتيا موخه دا ده چې دغې دوستی ته دوام ور کړي.
د پاکستان دغه پلاوی به د سپتمبر په درېيمه نېټه چين ته راورسيږی او له بېجينګ، شانګهای او لن جو ښارونو څخه به ليدنه وکړي او له ځايی چينی ځوانانو سره به د نظريو تبادله وکړي.