د چين د نړيوالې راډيو د خبر له مخې، د استراليا ولسمشر ميچيل جفری او صدراعظم جون هوارد په بلنې سره د چين د دولت رئيس هو جين تاو د سپتمبر په ٣ نېټه له بېجينګ څخه د استراليا په لور وخوځېد چې له دغه هېواد څخه ليدنه وکړي او په سيدني کې به د أسيا او أرام سمندر سيمې د اقتصادي همکارۍ سازمان د مشرانو د ١٥ دوری په نارسمی غونډه کې هم ګډون وکړي.
سږ کال د چين او استراليا ترمنځ دسياسي اړيکيو ټينګېدو له ٣٥ کاليزې سره برابر دی او د APEC سږنی سرمشريزې غونډې موضوع د لويې کورنۍ أبادۍ پياوړتيا او د دوام لرونکی راتلونکی لپاره هڅونه ده. رئيس هو جين تاو به په دغه غونډه کې د اقليم د بدلون او د APEC د پرمختګ په هکله د چين دريځ څرګند کړي.