د چين نړيوالې راډيو د خبر له مخې د استراليا د عمومی واکمن ميچل جيفري او د دغه هېواد د صدرعظم جون هاورد په بلنه د چين د دولت رئيس هو جين تاو د سپتمبر په ٣ نېټه ماښام د لويديځی استراليا ايالت مرکز پرت ته ورسيد او له دغه هېواد څخه يې په رسمی ليدنې پيل وکړ.دی به په سيډني کې د أسيا او أرام سمندر د اقتصادی همکارۍ سازمان د مشرانو په نا رسمی غونډه کې ګډون وکړي.
روان کال د چين او استراليا ترمنځ د سياسی اړيکيو د ټينګېدو ٣٥ مه کاليزه ده او له څلورو کلونو وروسته دا له دغه هېواد څخه د رئيس هو جين تاو دوهمه ليدنه ده.
رئيس هو جين تاو دغه ښار ته له رسيدو وروسته په هوايی ډګر کې په يوه وينا کې وويل د دغې ليدنې موخه د متقابل باور، د ګډو نظريو پراخوالی، د همکارۍ نژديوالی او د يو ښه راتلونکي برابرول دی.