د چين نړيوالې راډيو د خبر له مخې: د استراليا د ولسمشر ميچل جيفري او د دغه هېواد د صدراعظم جون هوارد په بلنه د چين د دولت رئيس هو جين تاو د سپتمبر په ٣ نېټه ماښام د لويديځی استراليا ايالت مرکز پيرت ته ورسيد او دغه هېواد ته يې خپل رسمی سفر پيل کړ٠ هغه به په سيډني کې د أسيا او أرام سمندر د اقتصادی همکارۍ سازمان د مشرانو په نا رسمی غونډه کې ګډون وکړي.
روان کال د چين او استراليا ترمنځ د سياسی اړيکيو د ټينګېدو ٣٥ مه کاليزه ده او دا له څلورو کلونو وروسته له دغه هېواد څخه د رئيس هو جين تاو دوهمه ليدنه ده٠
رئيس هو جين تاو دغه ښار ته له رسيدو وروسته په هوايی ډګر کې په يوه وينا کې وويل د دغې ليدنې څخه موخه د متقابل باور، د ګډو نظريو پراخوالی، د همکارۍ نژديوالی او د يو ښه راتلونکي برابرول دی.
په همدی ورځ ماښام رئيس هو جين تاو د لويديځی استراليا ايالت له مشر الن کاپنتر سره د کتنې په ترڅ کې وويل چين له لويديځی استراليا سره اړيکيو ته په درنه سترګه ګوری او د دواړو خواوو ترمنځ د همکارۍ راتلونکی به لا پراخ شی٠