د چين نړيوالې راډيو د خبر له مخې، د چين د دولت رئيس هو جين تاو د سپتمبر په څلورمه نېټه کانبرا ښار ته ورسېد او له استراليا څخه يې خپلې ليدنې ته دوام ور کړ.
د استراليا واکمن مايکل جيفری په هوايی ډګر کې د رئيس هو جين تاو د هر کلی لپاره يو درنه مراسم تر سره کړ. ښاغلي هو جين تاو د احترام او موسيقي ډلوڅارنه وکړه.
ښاغلي هو جين تاو له پرت څخه له ليدنې وروسته پلازمېنې کانبرا ته وخوځېد. په دغه ښار کې به رئيس هو جين تاو به د استراليا له واکمن او دغه راز د مشرانو او استازيو جرګو له مشرانو سره خبرې اترې وکړي او د څارويو روزنې له يوې اډې څخه به هم ليدنه او د څارويو روزونکي په يو کور کې مېلمه شي.