د چين نړيوالې راډيو د خبر له مخې: د چين د دولت رئيس هو جين تاو چی اوس په استراليا کې په خپل رسمی سفر بوخت دی د سپتمبر په ٤ نېټه ماښام په کانبرا کې د استراليا له ولسمشر ميچل جيفري سره خبری اتری وکړی٠ رئيس هو جين تاو وويل چين د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړيکيو پر پرمختګ پوره باور لری٠
رئيس هو جين تاو د خبرو اترو په ترڅ کې وويل د چين او استراليا ترمنځ اړيکيو په دی وروستيو کلونو کې په ښه توګه پرمختګ کړی چی د جلا نظامونو لرونکو هېوادونو ترمنځ د ګډو ګټو پر بنسټ د دوستانه همکارۍ لپاره د يوی ښی نښی په توګه ګڼل کيږی٠
د استراليا ولسمشر ميچل جيفری د چين او استراليا ترمنځ د سياسی اړيکيو د ټينګېدو د ٣٥ می کاليزی په وخت کې د چين د رئيس هو جين تاو د سفر تود هرکلی وکړ٠ د هغه په وينا دغه سفر د دواړو خواوو ترمنځ د اړيکيو او سوداګرۍ د پرمختګ لپاره کټور دی٠