د سين هوااژانس د خبر له مخې: د افغانستان د يو چارواکي او په دغه هېواد کې د نورو هېوادونو ځواکونو په وينا په تېرو دوو ورځو کې په افغانستان کې د زورزياتې څو پيښې وشوې چې په ترڅ کې يې شپيته تنه وژل شوي دي.
برسيره پر دې په افغانستان کې د امريکا په مشرۍ ائتلافی ځواکونو د روانې مياشتی په پنځمه نېټه د يوی اعلاميی په ترڅ کې وويل ائتلافی ځواکونو او ملی پوځ د روانې مياشتی په څلورمه نېټه د کندهار ولايت په شاهي کوټ کې شل او د اروزګان ولايت د ائتلافی ځواکونو له يوې اډې بهر لس طالبان ووژل.